یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد‌ بګرام هوايي ډګر د فعالولو چارې پیل شوې

د‌ بګرام هوايي ډګر د فعالولو چارې پیل شوې

تاند:( چار شنبه،د سنبلې ۳۰مه)‏ د طالبانو د حاکمې ادارې دفاع وزارت وايي،چې د خپل مشرتابه په لارښوونه ېې د بګرام هوايي ډګر د فعالولو، بیارغونې او پاکولو چارې پرون د ملي انجینرۍ لوا د پرسونل له خوا پیل کړي دي.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې ،د انجنیرۍ ملي لوا مسلکي او تخنیکي ټیم هڅه کوي، چې په شته امکاناتو سره دغه ډګر ژر تر ژره ګټې اخیستنې ته چمتو کړي.

سرچينه زياتوي:«د بګرام هوايي ډګر له هغه وروسته غیر فعال شو، چې بهرنیو ځواکونو له هېواده د وتلو پر مهال د دغه هوايي دګر په ګډون د هېواد یو شمېر هوايي ډګرونو وسایل او ځینې ودانۍ ویجاړې کړې.»

د طالبانو اداره وايي،چې پر افغانستان له بیا واکمنيدو وروسته ېې د کابل، کندهار، هرات او مزارشریف په ګډون یو شمېر هوايي ډګرونه بېرته فعال او ګټې اخیستنې ته سپارلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب