یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهالعربیه:ملاهبت الله اخوندزاده د نجونو له زده کړو سره د مخالفت لپاره...

العربیه:ملاهبت الله اخوندزاده د نجونو له زده کړو سره د مخالفت لپاره لا سختدریځی وزیر وګوماره

تاند (چهارشنبه، د سنبلې ۳۰ مه) د طالبانو د پوهنې د نوي وزیر په اړه العربیه انګلیسي ویبپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې ملا هبت الله اخوندزاده ځان ته یو لا وفادار کس د پوهنې د وزیر په توګه ګومارلی چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د نه پرانیستلو په اړه لا سخت دریځ لري.

د تاند د معلوماتو پر اساس مولوي حبیب الله اغا د کندهار د ارغنداب اوسېدونکی دی، د طالبانو په تېره واکمنۍ کې د قضا مسوول و، په تېرو شلو کلونو کې یې د مرکزي دارلافتا د محرر په توګه کار کاوه او مخکې تر دې چې پرون (سې شنبه) د پوهنې سرپرست وزیر ونومول شي، د کندهار د علماوو شورا و.

العربیه د حبیب الله اغا په اړه وايي چې نوموړی د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده ته په نژدې کړۍ کې شامل کس دی.

حبیب الله اغا، چې ۶۸ کاله عمر لري، نن (چهارشنبه) فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي:«موږ له ځانه هیڅ پلان جوړولی او لرلی نه شو. موږ دا کار نه کوو. د دې پر ځای د خپل لوی مشر له لوري له راکړل شویو لارښوونو سره سم اقدامات کوو.»

اژانس وايي، حبیب الله اغا د نجونو د زده کړو په اړه د خپل شخصي نظر له څرګندولو ډډه وکړه او ویې ویل چې تراوسه پورې یې په دې اړه کوم امر نه دی ترلاسه کړی.

اکثره زوړپاله طالب ملایان د نجونو له تعلیم سره جوړ نه دي.

د هارورډ پوهنتون د کیندي پوهنځي استاد او د افغانستان د چارو متخصص نیشانک موتواني وايي:«د حبیب الله اغا ټاکنه ښيي چې طالبان خپل هغه وفاداران لوړوي چې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو مخالفت کوي.»

د پوهنې لېرې کړای شوی وزیر نورالله منیر په مارچ (حمل) میاشت کې هم د پوهنې وزیر و چې د نجونو او هلکانو د ټولو ښوونځیو د پرانیستلو اعلان یې وکړ. خو ملاهبت الله اخوندزاده د نوموړي پرېکړه رد کړه او له شپږم ټولګې پورته نجونې یې له ټولګیو کورونو ته ولېږلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب