یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د آزادۍ اتل لیکوال ژان ژاک روسو || عبدالرشید سعادت

د آزادۍ اتل لیکوال ژان ژاک روسو || عبدالرشید سعادت

    ژان ژاک روسو (Jean-Jacques Rousseau) د ایزاک روسو زوی د ۱۷۱۲م کال د جون په ۲۸ د سویس په ژنو ښار کې زږیدلی دی آر ټاټوبی یې فرانسه ده په ۱۵۴۹ کال کې د کاولیکانو له وېرې د نوموړي کورنۍ د ژنو ښار ته په کډه شوې. ژان ژاک روسو د کوچنی ماشوم و چې مور یې یواڅې پرېښوده. ساتنه او روزنه یې د پلار په غاړه شوه. پلار یې تر ۹ کلنۍ پورې د نوموړي ساتنه وکړه. پلار یې ساعت جوړوونکی و یوه ورځ له نوموړي سره کوم چا شخړه وکړه د ژان ژاک روسو پلار دې ته اړ شو چې د ژنو ښار پرېږدي کله چې د ژان ژاک روسو پلار له ژنو ښار څخه وتښتیده روسو یې خپله ورور ته وسپاره چې یو ډېر عیاش انسان و. 

   د ژان ژاک روسو پلار یو ساعت جوړوونکی و تر لس کلنۍ پورې یې د روسو ساتنه او روزنه کړې تل یې کوښښ کولو چې روسو ته ښه کتابونه راوړي او دی یې مطالعه کړي تر څو د روسو عقلي او فکر قوه غښتلې شي. روسو په کوچنیوالي کې د پلو تارک له کتاب سره، چې نوم یې د لویو خلکو ژوند و سره ډېره مینه لره او څو څو وارې یې لوستلی دی.

     کله چې د روسو پلار خپل یواځينی یتیم زوی خپل ورور ته وسپاره هغه روسو د لامبرسیه ښار بسي کلي ته بوته دغه سیمه ډېره ښکلې او طبعي زرغونتیا یې لرله روسو په همدې سیمه کې له طبیعت سره مینه پیل کړه.

   کلونه وروسته بېرته خپل سیمې ته ستون شو او هلته یې یو غوښتنلیک لیکوونکي سره شاګرد شو، څو اونۍ یې له نوموړي سره شاګردي وکړه. د غوښتنلیک لیکوونکي څخه لاړه او د یو انځور شاګرد شو درې کاله یې له انځورګر سره شاګردي وکړه. دغه انځور ګر تل روسو وهلو نو روسو تېښتې ته اړ شو او له نوموړي استاده وتښتیده. کله چې له انځور ګر څخه لاړه نو د ساوا په سیمه کې د څه وخت لپاره وخت تېر کړ تل له روزګاره نالیده او ګډ وډ ژوند یې و، په نوموړې سیمه کې له وارنوس په نامه ښځې سره یې وپېژندل دغې ښځې هم ګډ وډ ژوند درولوده روسو خپل پلرنی دین کالوینیسم پرېښوده او کاتولیک دین یې قبول کړ.

      انسي ته لاړه او هلته یې د ډېرو کسانو مزدوري وکړه، په هغه کور کې چې د لومړي ځل لپاره مزدور و یو کمر بند پټ کړ کله چې د کور څښتن پرې پوه شو نو روسو یې له کار ووېسته. له دې وروسته یې یو بل کس پیدا کړ او ورسره مزدور شو او دغه کس د روسو په قدر ښه پوهیده. روسو له دې وروسته یو پلټونکی انسان شو تل به په دښتو او ښارونو کې ګرځيده. زده کړې یې وکړې فلسفه او د لیکوالانو ژوند لیکونه یې مطالعه کړل. د روسو تر ټول ډېره موسیقي خوښیدله او په دې برخه کې یې د موسیقۍ ځينې الې جوړې کړي دي. روسو تل کوښښ کولو چې یو څه وپنځوي دوه وارې په خپله کار کې پاتې راغی او دېته اړ شوی چې وتښتي. په دویم وار یې بیا کوښښ وکړو چې د موسیقۍ یوه اله اختراع کړي غوښتل یې چې دا وار ټوله نړۍ په خپل شهرت کې را ګیر کړي ډېرې پیسې او دولت لاسته راوړي بلکې هېڅ کار یې ونه شو کولی یواځې د علومو اکاډمۍ یو مؤلف یې د نویو فکرونو او پنځونو په اړه مبارکي ورته وویله.

    د دې سفرونو په وخت کې یې له ډېرو نوم وتو لیکوالانو سره وپېژندل چې ځينې یې دا دي: فونتل، دیدرو او مادام دوپن. له دې وروسته یې خپله ډېر وخت په مطالعه تېرولو تل به یې فکر کولو. د فرانسې په سفارت کې منشي مقرر شو ده له خلکو سره ښه چلند نه خوښولو هماغه و چې نوموړې دنده یې پرېښوده. په ډېرې سختۍ او ناچارۍ کې یې د سمپلن له لارې پاریس ته ځان ورساوه او د سن کانتن مېلمستون ته لاړه، هلته یې له یوې نجلۍ چې ترز لوو اسو نومیدله سره وپېژندل او تر ډېر وخته پورې له دې سره پاتې شو په یاد مېلمستون کې یې د هغې د مېملنو خدمت کولو.

   یوه ورځ د دیدرو لیدو ته روان و چې د دیژون علومو اکاډمۍ کې هنر  خلک اصلاح کولی شي تر سرلیک لاندې مسابقه وه روسو په کې ګډون وکړ او لومړی مقام یې وګاټه له دې وروسته په یوې بلې سیالۍ کې یې ګډون وکړ خو دا ځل بریالی نه شو چې جایزه واخلي. روسو له دې وروسته ډېر مشهور شو او ځینې مینوال یې هم پیدا کړل. 

   په ۱۷۴۵کال کې یې یو سفر پیل کړ چې په پایله کې ژنو ته ورسیده او بېرته یې په ژنو کې د دغه ښار د اصلي اوسیدونکي په څېر ژوند پيل کړ او پخواني مذهب(کالوینیست) ته وګرځيده. په ژنو کې یې له مادام پینه سره ملګري پیل کړه تل به له نوموړې سره یو ځای ګرځيده او له طبیعت څخه به یې خوند اخیسته. مګر د پینه دوه نور ملګري وو دیدرو او ګریم دوی غوښتل چې روسو بېرته پاریس ته ولېږي ترز هم له نوموړو سره یو ځای و، روسو له ترز څخه ډېر خپه و.

    روسو یو ډېر هڅوونکې او لېونۍ مینه لرله نوموړې مینې روسو د مادام هود تو خواته جلب کولو، هود تو یوه ډېره ښکلې او مغروره نجلۍ وه. نوموړې له موسوم به( سن لامبر) شاعر سره مینه لره کله چې روسو خبر شو نو ژنو یې بیا پرېښوده او انسي ته لاړه له هغې وروسته لوکزامبورګ ته لاړه او په یاده سیمه کې یې په لیکوالۍ پيل وکړ.

   د ۱۷۵۸ کال د ژون په میاشت کې یې دلامبر ته یو لیک ولیکه او په ۱۷۵۹ کال کې یې خپله مشهور رومان نوی هلوئیز ولیکه او په ۱۷۶۲ کال کې یې ټولنیز قرار داد ولیکه. په همدې کال کې یې د ښوونې او روزنې په برخه کې د امیل په نامه کتاب ولیکه چې د فرانسې د پارلمان قهر یې راوپاراوه او د نوموړي د نیولو امر یې صادر کړ. روسو د همدې ورځې په شپه سویس ته وتښتیده او له دې ورځې وروسته له روسو څخه ارامتیا او خوښي واخیستل شوه تل به غمجن او په وېره کې وه. په فرانسه کې د نوموړي ایمل اثر راټول او د خلکو په مخکې وسوځول شو.

    ډېره وېره ورسره وه په پای کې پروس ته لاړه او هلته یې ۱۸ میاشتې ژوند وکړ یو څه یې وېره او خپګان ختم شوي وو. په یاده سیمه کې یې تل مذهبي بحثونه کول هلته د کالوینیست ملایانو پام ورته راواوښته او د نوموړي کوټه یې په تیږو وویشتله هغوی وویل چې مړ شو خو دی په کوټه کې نه وه کله چې یې د هغوی دا کړنه ولیده نو د سن پیر جزیرې ته لاړه هلته یې هم ژوند ونه شو کوی بلاخره د سمپلن له لارې پاریس ته لاړه.په همدې وخت کې انګلسي لیکوال هیوم انګلستان کې پناه ورکړه او لندن ته یې راوسته هلته یې د هیوم د یو ملګري په کور کې ژوند پيل کړ او د اعترافات کتاب په لیکلو یې پیل وکړ. 

   ډېرو سفرونو او تېښتو دی د لېونتوب تر سرحده رسولی و او له کړاوونو ډک ژوند یې لرلو. هغه پخوانۍ حوصله او ذهن ورسره نه و د هیوم سره یې جنګ وکړ او په پایله کې فرانسي ته لاړه او په ګرنوبل کې یې ژوند پيل کړ د څه وخت تېرولو وروسته پاریس ته لاړه او د اعترافات کتاب یې پای ته ورساوه. د پاریس په ښار کې یې یو اتاق نیول و چې د پلاتریر په کوڅه کې یې موقعیت درلوده. د موسیقي په برخه کې یې کار کولو او خپل ځانته یې خواړه تیارول په یاده سیمه کې یې اته کاله نسبتا ارام ژوند تېر کړ او په ټوله اروپا کې یې د شهرت باد لګیدلی و. د ۱۷۷۸ کال د ژنوري میاشتې په درېیمه شپه کې یې سرګردانه ژوند ته د پای ټکی کېښوده. د ژان ژاک روسو د مرګ په اړه دوه ډوله اندونه دي ځينې وايي چې نوموړي مغزي سکته کړې او بیا ډېری کسان وايي چې له سرګردانه ژوند څخه یې زړه تور شو او ځان وژنه یې کړې ده. ژان ژاک روسو د آزادۍ پلوی انسان و او د سوسیالستي نظریې پلوی و. نوموړي ویلي یو کس باید دومره شتمني ونه لري چې نور کسان وپیري او یو کس باید دومره غریب نه شي چې ځان وپلوري. 

   د ژان ژاک روسو آثار:

   ژان ژاک روسو لومړی یو لیک لیکلی له هغې وروسته یې رومان لیکلی. کله چې یې رومان ولیکه نو بیا یې د ایمل په نامه یو کتاب ولیکه چې د غبرګون سره مخ شو او د فرانسې پارلمان یې د نیولو امر صارد کړ روسو په تېښته بریالی شو او ایمل کتاب یې د فرانسې دولت وسوځاوه. په ټوله کې دغه لاندې آثار یې لیکلي دي:

۱ـــــ نوی هلوئیز

۲ــــــ ټولنیز تړون( پښتو ژبې ته سیف الرحمن اشنا ژباړلی دی)

۳ــــــ ایمل

۴ــــــ اعترافات( د ژان ژاک روسو د ژوند په اړه)

۵ـــــــ د یواځې ګرځيدلو تخیلات

۶ــــــ د عاشق لیکونه 

۷ـــــــ د سیاسي اقتصاد په اړه کتاب

۸ـــــ د ژان ژاک روسو فلسفه

د ژان ژاک روسو ویناوې:

  • انسان آزاد پیدا شوی، خو تل په هغه زنځیر کې تړل شوی چې خپل یې جوړ کړی.
  • د کمزورې ارادې څښتنان تل د پېښې او معجزې په انتظار کې وي؛ خو د غښتلې ارادې څښتنان په خپله معجزه او پېښه رامنځته کوي.
  • تل کوښښ کوئ هغه ډول واوسئ څنګه چې غواړئ او نور مو هم ګوري.
  • د ژوند تر ټولو غوره درس دا دی چې نور کسان آزار نه کړئ.
  • آرامي وخت نه غواړي کله چې ستړی شوې نو ودرېږه.
  • هغه کسان چې ډېر پوهېږي لږ خبرې کوي او هغه کسان چې لږ پوهېږي ډېرې خبرې کوي.
  • د انسان او حیوان ترمنځ توپیر پوهه او فکر نه دی بلکې اراده او اختیار دی.
  • کولی شې چې له حقیقت سره مینه ونه لرې اما ترې منکر کیدلی نه شې.
  • کنځلې هغه کسان کوي چې په هغه کار کې حق نه لري.
  • بې مینې خلک وړانده دي هېڅ وخت به منزل ته ونه رسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب