شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد‌‌ کابل په یوه رسټورانټ کې چاودنې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله...

د‌‌ کابل په یوه رسټورانټ کې چاودنې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند:( چار شنبه،د سنبلې ۳۰مه)‏ ‏د افغانستان بريښنا شرکت ته څېرمه، د کابل ښار په درېيمه ناحیه کې نن غرمه په يوه رسټورانټ کې چاودنه شوې.

د دغې چاودنې د نوعیت او زيانونو په اړه ضد او نقیضې ادعاوې شوي دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند خالد ځدراڼ وايي، چاودنې درې ملکي وګړي وژلي او ۱۳ نور ټپيان دي.

 د طالبانو د رژيم د کورنیو چارو وزارت ویاند بیا ویلي چې دغه چاودنه د ګاز بالون د چاودېدو له کبله رامنځ ته شوې ده.

ځینې نورې سرچينې وايي، چې د چاودنې په نوعيت نه پوهېږي، خو تر پينځو پورې کسان په دغه چاودنه کې وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور ټپيان دي.

ويل شوي،چې د چاودنې پر وخت د برېښنا شرکت يو شمېر کارکوونکي هم په دغه رسټورانټ کې موجود وو.

د دغې چاودنې په اړه د طالبانو کومې وسله والې مخالفې ډلې تر اوسه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب