Homeسپورتمیدان وردګ کې د جمناستیک ملي لوبډلې د غوراوي سیالۍ پيل شوي

میدان وردګ کې د جمناستیک ملي لوبډلې د غوراوي سیالۍ پيل شوي

تاند:(جمعه، د کب ۱۲) د میدان وردګ ولایت په کوربتوب د جمناستيک ملي لوبډلې د غوراوي درېيم پړاو سیالۍ روانې دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د المپیک ملي کمېټې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې پرون پنجشنبه هم د دغو سیالیو په لړ کې، د ورزشکارانو له لوري جالب او په زړه پورې نمايشونه او حرکات ترسره شول.

سرچینه زیاتوي:(په دغو حرکتونو کې اسپک، حلقه، متوازي، سيم دور او مېز پرش حرکتونه شامل وو.)

د جمناستيک ملي لوبډلې د غوراوي سیالۍ د تېرې چارشنبې په ورځ د ميدان وردګ ولايت په کوربتوب د ١٦ ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ پيل شوې، چې لا هم دوام لري.

ټاکل شوې د دغو سياليو په ترڅ کې به ١٨تنه ورزشکاران د جمناستيک ملي لوبډلې د غړو په توګه غوره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...