جمعه, اپریل 19, 2024
Home+ساینسپوهانو ګڼ کهکشانونه کشف کړل

ساینسپوهانو ګڼ کهکشانونه کشف کړل

تاند- ستورپېژاندو د ستورو یوه ټولګه کشف کړې چې ګومان کېږي ستر کهکشانونه دي چې تر بیګ بانګ له ۵۰۰ میلیونه تر ۸۰۰ میلیون کاله وروسته رامنځته شوي دي.

د دې څېړنې پر اساس، چې پایلې یې ساینس مجلې د چهارشنبې په ورځ خپرې کړې، د ستورو د پنځېدا بهیر (پروسه) د فضا د رامنځته کېدا په لومړیو کې ډیر چټک و او دا ستر کهکشانونه د دې ډول بهیر محصول دي.

که څه هم جېمز ویب فضايي ټیلسکوپ تر دې پخواني کهکشانونه هم تشخیص کړي چې لرغونتوب یې تر بیګ بانګ کابو ۳۰۰ میلیون کاله وروسته اټکل کېږي، خو د دغو شپږو کهکشانونو ستروالی او بلوغ د ساینسپوهانو د حیرانتیا سبب شوی دی.

د استرالیا په سوین برن پوهنتون کې د دې څېړنې مسوول ایوو لابې او همکارانو د خپلو څېړنو په پیل کې ګومان کاوه چې ښايي څو کوچني کهکشانونه به کشف کړي.

ده نړیوالو خبري اژانسونو ته وویل:«که څه هم اکثره کهکشانونه چې د قضا په دې برخه کې دي، لا کوچني دي او د وخت په تېریدو لویږي، څو خورا ستر کهکشانونه په چټکه د بلوغ پړاو ته رسیدلي دي. د دې توپیر دلایل لا څرګند نه دي.

د ساینسپوهانو په وینا، داسې ښکاري چې د دغو شپږو سترو کهکشانونو د هر یوه وزن زموږ د لمر څو ملیارد برابره ډیر وي. د هغو یوازې د یوه کهکشان د ټولو ستورو وزن تر لمر سل ملیارد برابره دی.

ایوو لابې او همکارانو یې په پیل کې شک درلود چې د دوی د څېړنې نتیجې به له حقیقت سره سر نه خوري او د شیدو لار له کهکشان په یوه اندازه بلوغ ته رسیدلي کهکشانونه به د فضا د رامنځته کېدو په لومړي پړاو کې هم موجود وو.

دا فضايي اجرام دومره ستر او نوراني وو چې څېړونکو فکر کاوه تېروتنه یې کړې ده.

د کهکشانونو په اړه څېړنه د جېمز ویب فضايي ټیلسکوپ د معلوماتو پر اساس شوې ده. چیمېر ویب، چې د ناسا او د اروپا د فضايي ادارې په همکارۍ په نژدې ۱۰ میلیارد ډالرو جوړ شوی، څه باندې یو کال وړاندې قضا ته ولېږل شو او د هابل ټیلسکوپ ځای یې ونیوه چې نژدې ۲۳ کاله پخوا فضا ته استول شوی و.

5 COMMENTS

  1. د کهکشانونو او بیګ بنګ چاودنی په هکله تر اوسه یوه نظریه او اټکل موجود دی. نجومیان او د ریاضی او فزیک ځینی عالمان په بشپړ او پوره ډول نه وای چه بیګ بنګ او کهکشان دا معنی حتمی لری. بلکه فکر کوی چه کیدایشی داسی یو څه ترسره شوی وی.
    حتی دغه نجومیان او ځینی ساینس دانان تر اوسه زمونږ د شمسی یا لمریز نظام او زمونږ د کهکشان په مینځ کی د توری مادی او توری انژی په معنی نه پوهیږی.
    د نجومیانو او ځینو ساینس دانانو په نظر یا اټکل یا وړاندوینه د کهکشان او بیګ بنګ تعریفونه:
    کهکشان تعریف : د ستورو، سیارو، تورغارونو، ګازونو، دوړو او نورو نامعلومو شیانو ټولګه یا مجموعه ده. چه فکر کیږی د بل کوم غټ کهکشان یا بل نامعلومه شی یا جسم د جاذبی قوی لاندی په خپل مدار څرخی.

    بیګ بنګ تعریف : 13.8 میلیارد کاله مخکی ډیری کوچنی زری چه د اتوم د زری څخه هم کوچنی وه، یوه ډیره غټه چاودنه مینځه ته راغله، چه د دغی چاودنی څخه وروسته ستوری، سیارات، ګازونه او نور شیان چه په کائناتو کی لیدل کیږی مینځته راغلل.

    هر ساینس دان او هر نجومی چه د دغه لوی جهان دمعلوماتو په باره کی هر څومره پر مخ ځی، پر هماغه اندازه یی تشویشونه زیاتیږی، او ځینی بیا دیی نتیجی ته رسیږی چه حتمند د دغو اجسامو او شیانو تر شاه څوک شته دی، چه ټول جهان په سمه توګه پرمخ بیایی.
    کهکشانونه کیدایشی په فضا کی د میلیاردونو څخه هم زیات وی، خو د الله ج په اختیار او واک چلیږی.
    ځمونږ د مسلمانانو په تمامه معنی عقیده فقط الله ج دی، چه دغه جهان یی پیداکړیدی، او الله ج دي چه دغه غټ جهان او نظام پرمخ وړی.
    په درنښت

    • نو دین خو بیا هیڅ مانا نلري خوشې د قدرت ساتل او آنحصار دی !نو دین خو په دوه پيسې شه اوخوشې دقدرت او باداری یوه وسیله ده !!

  2. تصحیح : توری انژی نه بلکه توری انرژی یا توره انرژی

    د نجومیانو او ځینی ساینس دانانو په اتکل:
    توره انرژی څه ته وای : توره انرژی چه د فضا 68 فیصده برخه یی په خپل واک کی نیولی ده. یو نامعوم او مرموز شی یا قوه ده چه تر اوسه یی انسانان د پیژندلو څخه عاجز دی. ځینی نجومیان بیا فکر کوی چه دا شی د کائناتو په پرمختګ او ډیریدو کی شاید برخه ولری.

    فضا د فیصدی په اساس:
    1- کهکشانونه، سیارت، ستوری او یا هر شی چه په فضا کی په سترګو لیدل کیږی = 5 فیصده برخه په فضا کی تر واک لاندی لری.
    2- توره ماده = 27 فیصده برخه په فضا کی تر واکی لاندی لری.
    3- توره انرژی = 68 فیصده برخه په فضا کی ده.

  3. افغان صیب په ټول احترام سره نجوم یانې څه ؟؟ او نجومیان یاني څه ؟؟ نجوم خوشې د اولس او انسانانو غو لول دي چې په عوامو او د بی سواده انسانانو په منځ کې کې غیب وېیلو ته یې رواج ورکړی دی ! نجومي خوشې جاهل کوډګر وي چې په تجربه او لابراتوار ندی ولاړ خوشې غیب وېیل کوي!
    په فضا کې تور سوري شته چې ماده له منځه وړي او هم انتي ماده وجود لري !
    کوم علوم چې ددوی دتحقیق او پیدا کولو لپاره کار کوي هغه استرولوګي ، او استرانومی دی چې په ډیرو میخانیکي او فزیکي بنسټونو سره ولاړ دي !
    د مادې د تجزیې او څرنګ والي لپاره کوانتن او کرن فزیک په کار اچول شوی دي ! دا چې زمونږ چارپيریال ارام دی نو هلته ميخانیکې او فزیکي قوانین صدق اوکارکوي !
    د انشتاین عمومی او خصوصی نسبتی تیوری لوی کار د فزیک پو هانو ته اسانه کړی دی ، میخانیکي قوانین (دینامیک او کنیامټیک ) زمونږ ژوند ساتي او زمونږ دتخنیکی پر مختګ بنسټ جوړوي !!!
    افغان صیب زمونږ نجونې خو له دغسې پوهې څخه جاهل ملا او طالب منزوي کړې دي ! هغوی هلته ډیر حکومت کوي چې اولس جاهل وي !!
    د طبیعت د پيژندلو او تر میمه ولو عالم او کار ګر ښوونځی دی نه مسجد او مدرسه !!

  4. ښاغلی او عزتمند وروره زه هم سلامونه او احترامات ستاسی حضور ته رسووم.
    ډیر زیات خوښ شوم کله چه می په همدی پاڼه کی ستاسی دوهمه اسلامی او علمی تبصره په ډیر دقت سره ولوستله.
    اسلامی پدی معنی چه تاسو محترم لیکلی وه چه نجومی خوشی جاهل کوډګر وی او خوشی د غیب ویل کوی. ستاسی دغه جمله د دي معنی ورکوی چه تاسو ښاغلی د الله ج سره ډیره مینه لری.
    د علمی معلوماتو په هکله مو داسی په زړه پوری جملی لیکلی وی چه زه دیی ورته هم حیران کړم، ځکه کوم علمی او تخنیکی اصطلاحات چه تاسو لیکلی وه ډیر په لوړه سطحه وه. ما ستاسی د مستعمار نوم په هکله غلط فکر کړی وه. اوس راته معلوم شوی چه په پوهنتون کی د فزیک او ریاضی یا استاد پاتی شوی یاست، او یا مو په دغه برخه کی ډیری زده کړی کړیدی.

    بله خبره :
    قدرمند وروره ما خپلی اسلامی زده کړی د پلار، نیکه، نیا آبی او په یو ډیر بی وزله کلی کی د یو ډیر غریب د جماعت د ملا صاحب څخه کړیدی. هغه هم بغدادی سپاره، او د لمونځ، اودس لارښونه او يو څو اخرنی صورتونه یی راته هم یاد کړیدی. او د قرآنکریم سبق راته په کور کی مرحومی نیا آبی چه مونږ به ورته بابا آبی ویله ختم کړیدی.
    خو په مکتب کی د دینیات مضمون محترم معلم صاحب مو ډیر جدی وه، زه او زما نور ټولګیوال به تری ډیر ډاریدلو، نو د دغه ډار د وجی به د نورو مضمونونو په نسبت ځمونږ د دنیات مضمون ښه یاد وه. مونږ ته به په مکتب کی ویل کیدل چه بنده د چا یی، په اومت، په مذهب اوپه ملت د چا یی او نور…… معلومات.
    خو دا یوه خبره به مو هیڅ وخت د یاده نه ویستله چه :

    د اسلام دین یو مقدس آسمانی دین دی، چه د الله ج رضا ته ځان تسلیمول دی.
    الله ج قرآن مجيد پرحضرت محمد ص نازل کړی دی، چه د دغه مقدس کتاب او اسلام ټول احکام او لار ښونی مسلمانانو ته ورسوی.
    هر څوک چه د الله ج په ذات ایمان راوړی د قرآنکریم، اسلام او د الله ج د اخرنی رسول (محمد ص) عبادت او اطاعت وکړی، هغه ته مسلمان وای.

    اوس بله د وروری خبره :
    ښاغلی وروره زه ستا څخه ډیره مننه کوم پدی خاطر چه تاسو محترم ته ما په یوه تبصره کی د وروری خواست (د اسلام او مخمد ص) په باره کی کړی وه. مګر تاسی ځما د خواست په ځواب کی مسبت نظر ورکړی وه. الله ج دیی تاسو سره ښه وکړی چه ځما دغه د عاجزی سوال او خواست مو قبول کړه.
    زه درک کووم، زه پوهیږم چه کیدایشی تاسو محترم ډیر سخت درد لیدلی وی، او بل داچه ځینی کړه وړه لکه د وطن د انجونو د مکتب او نوری ورته فیصلی تاسو ته ډیری سختی تمامیږی، همدغه وجه ده چه ستاسو تبصری یو اندازه سختی او شخی وی. په هر صورت ځما مخکینی عرض او خواست داوه چه په تبصرو کی لږه نرمی راولی ښه به وی، ځکه هغه انجونی چه په وطن کی یی د یوی خوا طالیبان مکتب ته نه پریږدی، او دبلی خوا یی په تبصرو کی دین او پیغمبر ته سپکاوی وشی، نو کیدایشی چه دغه معصومی انجونی د ډیر غټ فکری شوک او مشکل سره مخامخ شی.
    دا چه تاسو په دغه باره کی زما مخکینی سوال او د عاجزی خواست ومنلو، الله ج دیی تاسو ته ډیر آجرونه درکړی.

    وروره زه طالب نه یم، د طالیبانو د ځینو فیصلو سره ښه کلک مخالف یم. زه هم ستاسو په شان د وطن څخه اواره او مسافر یم، ځینی سخت کړاونه او مشکلات می هم لیدلی دی. خو بله چاره نشته هغه د ښاغلی ع. شریف زاد صاحب د تبصری یوه جمله ( کله چې وایو جګړه او دکړکېچ ابزار بهرنی دی داخبره واقعیت لری او دغه نیابتی سناریو کې بهر نیانو افغان پر افغان وواژه موږ خو نه وسله درلوده او نه پیسه نه ټوپک اونه پټاکۍ دا دجنګ اصلی عامل دی او له بهر څخه تهیه شول.) می ډیره خوښه شوه. ځکه جګړه د بل چا ده او تباه او برباد پکی زه بیچاره افغان یم.
    که په تبصره کی می کومه کلیمه او جمله خدای ناخواسته ستا له نظره بده لیکلی وی، معافی راته وکړه.

    په درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب