پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونههلمند کې د باراني اوبو د مهارولو لپاره ناورونه جوړیږي

هلمند کې د باراني اوبو د مهارولو لپاره ناورونه جوړیږي

تاند:(جمعه، د کب ۱۲) په هلمند کې د ډاکار موسسې له لوري د باراني اوبو مهارولو په موخه د ګڼو ناورونو د سروې چاري پیل شوې.

د هلمند د کرنې ریاست لپاره د طالبانو د ادارې چارواکو ویلي، چې د یادو ناورونو په ترکیب کې دريګستان په ساحو کې د ښورکي دسیمي ناوران شامل دي چې په لوړه کچه به دباراني اوبو د مهارولو وړتیا ولري.

سرچینه زیاتوي:(یاد ناورونه وروسته له څو لسیزو څخه یوځل بیا رغول کیږي چې له رغېدو سره به یې په یادو سیمو کې د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبه به ورسره ډېرې او د کرنې او مالدارۍ د پياوړتیا سبب شي.)

د هلمند د چارواکو په وینا، تر دې وړاندې د اخند او حسن نيکه ناوران په دې ولایت کې رغول شوي وو.

سرچینې د پيل شوې سروې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب