Homeخبرونهپه کندهار زندان کې د نري رنځ د درملنې مرکز پرانیستل شو

په کندهار زندان کې د نري رنځ د درملنې مرکز پرانیستل شو

تاند: ( جمعه، د حوت ۱۲)  د بې ‌پولې ډاکټرانو موسسې د کندهار په مرکزي زندان کې د زندانیانو لپاره د نري رنځ د تشخیص او درملنې دوولس بستریز مرکز پرانیستل شو.

 د کندهار د مرکزي زندان طالب مشر ملانعمت‌الله سراجي وویل؛ یاد مرکز د زندانیانو د نري رنځ د تشخیص او درملني لپاره خورا مهم مرکز دئ، چې له پرانیستل کېدو سره به  یې د زندانیانو درملنه په یاده برخه کي په ښه ډول وشي.

طالب چارواکو ویلي، چې په دغه مرکز کې مسلکي ډاکټران د بندیانو د درملنې لپاره ګومارل شوي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې د دغه مرکز د لګښت او نورو جزیاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره په افغانستان کې روغتیایي خدمتونه کمرنګه شوي، چې لوی دلیل یې د طالبانو د رژیم د نړیوال رسمیت د نه لرلو له امله، له افغانستان سره د روغتیایي مرستو کمیدل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...