دوشنبه, مې 6, 2024
Home+د عضلو د غټولو لپاره درمل جوړ شو

د عضلو د غټولو لپاره درمل جوړ شو

تاند- څېړونکي وايي، د یوه داسې درمل جوړېدو ته نژدې شوي چې بې سپورته د انسان عضلې غټوي.

دا درمل، چې تقلیدي ورزش نوم ورکدل شوی، له داسې موادو جوړ دي چې د سپورت کولو ګټې تقلیدوي او داسې میکانیزم رامنځته کوي چې د غړو میتابولیزم تر اندازې زیاتوي او بې وازګې عضلې لویوي.

د امریکا د فلوریدا پوهنتون د درمل جوړونې پروفیسر توماس بوریس په دې اړه وايي، دا ترکیب په اصل کې اسکلیټي عضلو ته امر کوي چې هوبهو هغسي تغییرات، چې په سپورتي تمرینونو کې لیدل کېږي، رامنځته کړي.

که څه هم له یوې مودې راهیسي د سپورت تقلیدي درمل اختراع شوي خو د فلوریدا پوهنتون څېړونکو موندلې چې د (SLU-PP-332) په نوم ترکیب ایستروجن تولیدوي چې د اسکلټي وازګو اکسیدېشن او سرعت لوړوي او په نتیجه کې یې انرژي لوړیږي.

په موږکانو د دې درمل ازمېښت وښوده چې طبیعي میتابولیزم چټکېږي حال دا چې دا کار په نورمال ډول د فزیکي فعالیت په مهال کېږي.

هغو موږکانو ته چې د یوې میاشتې په مخه دوه ډوزه دا درمل ورکړل شوي و، د چاغو موږکانو پرتله یې په بدن کې وازګه لس برابره کمه راټوله شوې وه او کابو دوولس سلنه وزن یې کم شوی و.

همداراز دا موږکان وتوانېدل چې د هغه مهال پرتله چې دا درمل نه و ورکړل شوي، ۵۰ سلنه زیاتې منډې ووهي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب