یکشنبه, مې 19, 2024
Home+د نارسیست ځانګړنه: «ځان پوه، لوړ او مهم ګڼل»

د نارسیست ځانګړنه: «ځان پوه، لوړ او مهم ګڼل»

اوسنی لیکوال او بهرنی اثر

          لیکوال: فهیم بهیر

د ساینس او ټکنالوژۍ له پرمختګ سره د نړۍ اړیکې داسې اوبدل شوې دي لکه د عصبي سیستم جوړښت. که د نړۍ په کومه برخه کې څه پېښ شوې وې یا واقع کېږي؛ د همدې اړیکو په اساس یې نورې ټولنې همغه شېبه احساسولی شي. کله چې اړیکې دومره نژدې وې؛ نوټولنې یو له بل څخه اغېزمنې کېږي. زما په اند دا اغېز په وروسته پاتې ټولنو کې زیات لیدل کېږي. په همدې اساس زموږ ټولنه د ساینس د اوسني پرمختګ په لړ کې وروسته پاتې ده او اړتیا ده، چې موږ هم په هغو لارو چارو کتنه وکړو چې نورې ټولنې یې تر بریا رسولې دي. دا اغېز زموږ په فرهنګي برخو کې هم ډېر لیدل کېږي.

اوسمهال زموږ ګڼ شمېر لیکوال د بهرنیو اثارو ژباړو یا نقل قولونو ته مخه کړې ده. د وخت اړتیا ده، ګټه لري او باید دا بهیر همداسې روان وي. زموږ په اوسنی فرهنګي حوزه کې ډیری نوي ځوانان په خپلو لیکنو کې ډیره تکیه په بهرنیو اثارو او متنونو کوي. پرته له دې چې په بهرنۍ ژبه نه پوهېږي. د هغه اثر او لیکوال په اړه  کره او پوره معلومات نه لري. فقط تر یوې داسې ناروغۍ لاندې راغلي دي چې نورو ته خپل فکر، قلم او شخصیت لوړ وښايي.

د یو شمېر استادانو او لیکوالو په وینا  ډیری داسې لیکوال وو، چې په خپلو لیکنو کې به یې نا اشنا کلمې یا سخت لغات استعمالول.بیا به یې د لیکنې څخه پیغام اخیستل سخت و. لیکوال او لوستونکو به داسې فکر کاوه چې دی د قوي قلم خاوند دی. د وخت په تېریدو سره دا یو ستر عیب وګڼل شو. د لیکوال په متن کې باید پیغام واضع وي، متن یې روان او عام فهمه وي. اوسمهال د همدې طرز (له بهرنیو لیکوالو اغېزمن شوي) سیوری په یو شمېر لیکوالو پریوتی دی.

کله چې لیکوال د بلې ټولنې وې، د کتاب او لیکوال نوم نا اشنا وي، د لیکوال نور اثار هم په بهرنۍ ژبه وي طبعا زموږ د ټولنې ګڼ شمېر لوستونکي خلک د هغه د اثر، شخصیت او نورو مسایلو په اړه هم کافي اندازه معلومات نه لري، نو د اغېزمن شوي لیکوال د متن په اړه تر ډېره شنه کرښه را کاږي او دا متن یا اثر د کورنۍ لیکوال د متن او اثر په پرتله داسې ګڼې لکه سره زر د نقرې په پرتله. همدا علت دی چې اوسمهال ډیری لوستونکي همداسې اثار خوښوي. د پلور بازار لري او کتاب پلورنځي هم ډیری همداسې اثار چاپوي. په دې اړه اوسمهال لوی لیکوال هم هڅه کوي چې تر ډېره داسې لیکنې ترتیب او اثر ولیکي چې د بهرنیو لیکوالو له نظریاتو مالامال وي. په داسې طرزونو کې تر ډېره واضح ښکاري چې لیکوال د ځان ښودنې یا لوړونې په رنځ اخته دی او بل غواړي د خپلو کمزورو لیکنو درزونه په بهرنیو نقل قولونو وتړي.

په پښتو نثر کې دې طرز یوه بله ستونزه رامنځته کړې ده چې نثر یې سخت کړی دی. ډیری لوستونکي او لیکوال بیا دا ادعا کوي چې د دې لیکوال اثر فلسفي… دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب