کوم ښوونځي ته چې زما کشر زوی ځي، هغې ته څېرمه د لوبو یو میدان دی. د هر عمر ماشومانو لپاره پکې د لوبو ډول ډول څېزونه شته. څو ورځې دمخه مې، زوی ته انتظار کاوه چې له ښوونځي راووځي. د میدان خوا ته وروګرځېدم، د نمجنو شګو په منځ کې څلورو وړو هلکانو لوبې کولې. په ابادۍ لګیا وو. پلاستیکي سطلونه، بیلونه او کلنګونه ورسره او د کلا دیوالونه یې ابادول. تفصیل