یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهعباس ستانکزی: افغان پانګوال دې له پاکستانه خپلې پانګې هېواد ته ولېږدوي

عباس ستانکزی: افغان پانګوال دې له پاکستانه خپلې پانګې هېواد ته ولېږدوي

تاند (جمعه، د قوس ۳مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي له پاکستان مېشتو افغان پانګوالو غوښتي چې خپلې پانګې هېواد ته ولېږدوي.

د هغه په وینا، په یاد شوي هېواد کې د افغان پانګوالو لسګونه میلیونه ډالره پانګونه شوې ده.

ستانکزي په دې اړه څه ونه ویل چې د دوی رژیم په دې برخه کې افغان پانګوالو سره څه مرسته کوي؟

نږدې دوه میاشتې کیږي چې پاکستان د سلګونه زره افغان کډوالو د په زوره اېستلو بهیر پیل کړی او هره ورځ زرګونه افغانان له ناوړه چلند سره وباسي.

افغان کډوال شکایت کوي چې پاکستاني ځواکونه تر پنځوس زرو کلدارو زیاتې نقدې پیسې ورسره وړلو ته نه پریږدي او شتمنۍ، پیسې یې ترې ظبط کړي دي.

افغان کډوالو له طالب رژیم څخه غوښتي چې په دې برخه کې مرسته ورسره وکړي څو خپلې شتمنۍ او پانګې خپل هېواد ته ولېږدوي.

طالب چارواکو د پاکستان دغه ناوړه چلند غندلی او پکې د بدلون غوښتنه یې کړې وه، خو تراوسه یې په دې برخه کې د کوم عملي اقدام خبر نه دی ورکړل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب