جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد مسکو پر پرونۍ غونډې نیوکه؛ مجاهد: روسیه دې زموږ چارو کې...

د مسکو پر پرونۍ غونډې نیوکه؛ مجاهد: روسیه دې زموږ چارو کې لاسوهنه نه کوي

تاند (جمعه، د قوس ۳مه) د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې په مسکو کې د دوی د یو شمېر مخالفو څېرو د پرونۍ غونډې پر جوړولو یې دغه هېواد ته خپل اعتراض وړاندې کړی.

هغه په یاده غونډه کې بلل شوي کسان«پخوانۍ سوې څېرې» بللي او روسیه یې د دوی په بیا ژوندي کولو او «فتنه جوړولو» تورنه کړې ده.

طالب ویاند نه دي ویلي چې روسیې ته د دوی دا اعتراض په کومه سطحه او کله ترسره شوی او د یاد شوي هېواد لخوا څه ورته ویل شوي؟

مسکو کې پرونۍ غونډه تر ډېره د طالبانو پر ضد د یوې جنګیدونکې ډلې (ملي مقاومت جبهې) د مشر احمد مسعود په محور جوړه شوې وه چې یو شمېر نورو طالب ضد څېرو هم پکې ګډون درلود.

احمد مسعود: افغانستان په »طالبستان» بدل شوی – تاند (taand.net)

په غونډه کې د طالبانو پر رژیم او کړنو د نیوکو ترڅنګ د ایران استازي د داعش ډلې خلاف د دغه رژیم د کړنو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه.

هغه دغه راز طالبان افغانستان ته په امنیت راوستو کې بریالي وبلل.

که څه هم دا غونډه ظاهراً د عدالت په نوم د روسیې د یوه ګوند له لوري جوړه شوې وه، خو شنونکي باور لري چې دا ډول غونډې د روسیې د حکومت له خوښې پرته ممکنې نه دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، له غونډې مخکې ویلي وو چې دا غونډه د روسیې د حکومت دریځ نه منعکسوي او د یوه ګوند اړوند ده.

د غونډې د بلونکي ګوند مشر د روسیې د پارلمان مرستیال او ولسمشر پوتین ته له وفادارو کسانو ګڼل کیږي.

یاده غونډه په داسې مهال شوې چې ملګرو ملتونو تر ډېره د لویدیز په همکارۍ د طالبانو د په رسمیت پېژندلو لپاره یوه طرحه جوړه کړې او طالبانو هم له دغه فرصت سره د ځان برابرولو لپاره د نرمښت ځینې نښې ښودلې دي.

د مسکو د غونډې پر مهال احمد مسعود پر یادې طرحې نیوکې وکړې.

ځینې شنونکي باور لري چې روسیه او لویدیز په هم مهاله توګه طالبان او مخالفان یې دواړه ځانته نیږدې ساتل غواړي، څو د خپلو ګټو په محور یې وڅرخوي او نیابتي استفاده ورڅخه وکړي.

طالبان بیا ټینګار کوي چې افغانستان بې طرفه غواړي وساتي او د چا د سیالۍ مرکز یې ونه ګرځوي.

احمد مسعود هم په پرونۍ غونډه کې همداسې خبره لرله او ویې ویل چې دوی د بې پرې افغانستان غوښتنه لري او په یوه بلاک کې یې هم د ښکېلیدو پلوي نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب