تاند (جمعه، د قوس ۳مه) د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د طالبانو له واکمن رژیم څخه یو ځل بیا غوښتي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک یا ټي ټي پي د ځپلو لپاره لاس په کار شي.
د وزارت ویاندې زهرا بلوچ په یوه خبري ناسته کې دا غوښتنه داسې مهال کړې چې طالب رژیم په افغانستان کې د ټي ټي پي د پتنځایونو موجودیت ردوي او ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره د هېچا خلاف نه کاریږي او دوی په پاکستان کې د امنیت ټینګولو مسوول نه دي.
دوې اوونۍ مخکې د پاکستان سرپرست صدراعظم، انوارالحق کاکړ ویلي وو، له پاکستانه په سلګونو زره افغان کډوال ځکه ایستل کیږي چې افغانستان د هغو پاکستاني افراطي وسلوالو په مخنیوي کې پاتې راغلی، چې د خاورې په کارولو سره یې په پاکستان کې عملیات مخ ته وړي.
په وروستیو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ ورته څرګندونو او پر یو بل توندو رسنیو نیوکو، د دوی اړیکې ظاهراً ترینګلې کړې دي.
دواړو لوریو له دې سره- سره د خبرو له لارې د ستونزو پر حل ټینګار کړی خو عملاً یوه لوري هم د خبرو لپاره اقدام نه دی کړی.
په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم د خپلې بیا ځلي واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې څو ځله د افغانستان دننه د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي د خبرو منځګړتوب وکړ.
د ځینو شنونکو په وینا، طالب رژیم له همدغې کړنې سره پاکستان ته د ځان خلاف د خبرو پلمه په لاس ورکړه.
پاکستان له یادو ناکامو مذاکراتو وروسته څو ځله د افغانستان خاوره کې دننه ظاهراً د ټي ټي پي د ځپلو په نوم هوایي بریدونه هم وکړل چې ویل کیږي خوست کې یې د وزیرستان تر شلو زیات کډوال ووژل.
طالبانو له پاکستان څخه بیا- بیا غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د ټي ټي پي د ادعا شویو پټنځایونو په اړه اسناد ورسره شریک کړي، خو پاکستاني چارواکو په دې برخه کې کوم سند نه دی وړاندې کړی.
پاکستان ولي د امارت د طالبانو خلاف دا شل کاله پاکستان کي عملیات نه کول مرکزونه یې کویټه او پیښور کي فعال وه