د جګړو له کلونو وړاندې له دې سره سره چې د خلکو اقتصادي حالت ډیر ښه نه وو. خو بیا هم خلکو په عنعنوي ډول د خوښیوپه بیلا بیلو ورځو لکه د اخترونو، جشن، ودونو او کوژدو په مهال به يې په ټولیزې توګه میلې جوړولې چې په دې میلو کې به، آس ځغلونکو (سانګې وهونکو) نیزه بازانو، اټن کونکو او د محلي سندرو غاړو ډلوهم برخه لرله چې په دې توګه به دا میلې نورې هم د لیدو او نندارو وړ کیدې. دا میلې به په څو ځایونو کې جوړیدې. غواړم په دې لیکنه کې دا میله ځایونه در وپیژنم.
د تاسنګ میله
په غزني کې د تاسنګ میله د طالبانو په میله هم مشهوره وه. په دې میله کې به ډیری برخوال او ګډون کوونکي طالبان وو. دا میله به معمولاً د توتو د پخیدو په مهال جوړیده. او په سلګونو شمیر کې طالبانو په کې برخه اخیسته. په غزني کې د حج او اقافو پخوانۍ کارکونکي مرحوم مولوي محمدامین راته په دې اړه څو کاله وړاندې داسې معلومات راکړې و، چې کټ مټ يي رانقلوم.
(په ۱۳۳۵ کال دوبی و. توت پاخه او په تاسنګ کلي کې د طالبانو میله وه. چې ملا غلام فاروق [1]مو صدراعظم وټاکل. موږ څو تنه طالبان يي په یوه اړخ او بل اړخ ولاړ وو. او که به کله په کوم لوري روانیده هم موږ به ورسره وو. د میلې په ټولو چارو کې د صدراعظم واک درلود. د ده له آمره پرته چا د کوم کارترسره کولو ته زړه نه ښه کاوه.) دې میله ته به د نورو سیمو څخه هم طالبان راتلل او په کې به يي ګډون کاوه، البته دا خبره باید هیره نه کړو چې د دغې میلې ډیرګډونوال به طالبان و. یوځل بیا هم د مرحوم مولوي محمدآمین خبرې را نقلوم( په میله کې به زیاتره کسان طالبان و. او له نورو سیمو څخه به چې میلمانه رابلل کیدل دا به هم د صدراعظم په مشوره رابلل کیدل، دا میله به څو ورځي روانه وه. د لګښت له پاره به يي له خلکو هم د مرستې غوښتنه کیده او ډیروخت به خلکو پرته له دې چې ورڅخه غوښتنه وشي. مرسته کوله، پسونه به حلالیدل او له کلیو څخه به پخې ډوډۍ هم را لیږلې کیدې. په میله کې به د نورو سیمو راغلو طالبانو ته ډیرقدر ورکول کیده. زیاتره میلمانه به له زرمت – غزني او قرباغ څخه هم رابلل کیدل. چې بیابه زموږ د سیمې طالبانو هم د زرمت د روحاني بابا په میله ګډون کاوه باید یادونه وکړم چې د تاسنګ په میله کې به طالبانو، ډبرې غورځولو، غیږې ایستلو لوبې هم کولې او ترخوا به دیني حلقې هم جوړولې، ګردانونو او نعتونه به ویل تالونه به يي وهل، چې کله کله به یې ترمنځ د سیالۍ په ډول فی البدایهه، طنزیه او مزاحه شعرونه هم ویل، چې دا برخه يي بیا ډیره په زړه پورې هم وه. طالبانو به نعتونو، حمدونو اونور شعرونه ویل: د تاسنګ په کلي کې د علی ملنګ دا شعر چې ما هغه ملنګ نه و لیدلی هم ویل کیده. خلکو به ویل چې علي ملنګ ډیر شعرونه ویلې و.
لیونې دي کړم د لبره که جما ل کړې را ښکاره
دا ستا په درکې پروت یم سینه چاک ګریوان پاره
لیوني دې کړم د لبره …..
لکه شمع زه بلیږم لکه موم داسي ویلې کیږم
لکه وازګه په سکر وټو لکه غوړ په هر کاره
لیونې دي کړم د لبره ….
زه خو علی ملنګ[2] کور مي ویران په برتا سنګ
په لکو لکو به واخلم ستا دید ن په اجاره
لیوني دي کړم دلبره ….)
د میري میلې
د میری کلی د شلګرپه مرکزی برخه کې کې موقعیت لری. دغه کلی کې له ډیرې پخوا مودې را هیسي د اندړو ولسوالي اداري مرکز دی. چې په کې د دولتی ادارو د تاسیساتو ترخوا یو بازار هم شته، د میري میله کې به په زرګونو خلکو ګډون کاوه، ځکه چې له یوې خوا په میرې کې د دکانونه شمیر ډیر وو او له بلې خوا به دغې میلې ته له د کبله چې په کې د اسانو ځغلول او سانګې وهل کیدې او ماهراتڼچیان هم په کې ډیرو خلکو د سیل له پاره له لیرو لیرو سیمو څخه خانونه را رسول. په دې میله کې به هم ډوهلونه وهل کیدل، ځوانانو به اتڼونه کول. هګۍ به جنګولې کیدې او نورې تفریحي بوختیاوې لکه د ماشومانو له پاره څرځ، به هم و. دا چې میری د ولسوالي مرکز و. نو دولتی کسان به په کې ډیر و. په ورته وخت کې د ولسوالي په مرکز کې د هلکانو یوې لیسې او د زده کونکو برخې اخیستنې يي هم میلې ته رونق وربښلی و. د مجاهدینو په وخت کې به په میرې کې لويي میلې جوړیدې د هغه وخت مشهور قوماندان قاری تاج محمد مشهور په (بابا) به د ګدام په بام ناست او د میلې ننداره به يي کوله.
د چاردیوال بازار میله
د غزني – پکتیکا په لاره پروت د چاردیوال بازار پخوا د ظاهر شاه او محمد داود د واکمنۍ په مهال د چاردیوال له کلي سره څیرمه اباد و. دغه بازار کې په حقیت کې هغه مهال د سردي کرنیزې پروژې د مامورینو، کارګرانو او شاوخوا کلیو د اړتیا وړ توکي خرڅیدل. د چاردیوال او سردې پروژې سره نژدې بازار به د اخترونو، او نورو مناسبتونو په ورځو کې د میلو یو توود بازار و. دلته به ټول ګډون وال نارینه وو. دوۍ به د نیزه بازي، سیالۍ هم سره کولي. میلې ته به له لیرو لیرو کلیو څخه خلک پیاده یا هم په بایسکلونو را روان وو. ځینو چې به موټرونه لرل هم میلې ته به يي ځانونه را رسول، خو هغه وخت د موټرو شمیر خورا کم و. په دي میله کې به کله کله د سیمې مشهورو ټوکیانو ولو او روزیخان هم برخه اخیسته، ډوهلونه به وهل کیدل، ځوانانو به اتڼونه کول. او په ګډه به يي سندرې هم ویلي. همدا ډول د مزار د حافظ په نوم یوه د پاخه عمر سړي دا سندره مې لا اوس هم یاد ده چې د کمال الدین اکا د دکان مخې ته ناست و. او په لوړ غږ يي ویله
که مسافر اشنا مې راغی -وۍ وۍ
په جنګله کې به یی انار راوړې وینه
ګڼ شمیرځوانانو ورته۵۰۳ ټیپونه ایښي وو او د ده سندرې یې ورنه ثبولې. دی لا د سندرې په ویلو بوخت و. چې کمال الدین اکا ورته له دی امله په قهر شو چې د دکان مخې يي بنده شوې وه، او له خپله ځایه يي ولاټاوه.
په دغې میله کې بیا ځینې پاخه اتڼچیان هم وو چې هغوئ به بیا په یوازې توګه اټن کاوه. د شمسي د کلي د مرحوم عبدالستار- مناف او سوداګر کوچي اتڼونو ډیر مینه وال هم لرل. د اخترونو میلې به معمولاً درۍ ورځي روانې وي. دکاندارانو به د خپل د خرڅلاو توکې د د دوکانونو مخی ته را ایستلي او دلرګیو کټارې به يي ورته جوړې کړي وي. له هر لوري به ځوانان، ماشومان او د پاخه عمر کسان پرې ورټول و. په دغو میلو کې به ځوانانو بیډۍ هم کولي. هګۍ به يي جنګولې او همدا ډول به يي چارمغز هم لکه د بیډیو د خاطې د لوبې په ډول ګټل او بایلل. د چهاردیوال اوسنی بازار چې لا هم د غزني – پکتیکا په لاره پروت دی. بیا په وروستیو کلونو کې د مجاهدینو له بریالیتوب سره سم په ۱۳۶۸ کال کې جوړ شو.
د ټنګي میله
ټنګی په شلګر کې خورا مشهور کلی دی. په دغه کلي کې به بیا د اخترونو او یا هم د پسرلي په لومړیو ورځوکې د ښځو میله او بازار جوړ و. په دغه میله کې به نارینه وو ګډون نه کاوه، بلکې د همدې میلې د سمبالونکو له لوري به ځیني د پاخه عمر سپین ږیري ګمارل کیدل چې میلې ته د نارینه وو د ورتګ مخنیوي وکړي.
او که به چا د پیر او پلور له پاره هم څه راوړل هغوئ به د پاخه عمر خلک وو. په دغې میله کې به د ټنګي شاوخوا کلیو ښځو او پیغلو برخه اخیسته، دا میله به هم تر دریو ورځو پورې روانه وه. زیاتره وخت به دکاندارانو خپلې سوداوې د څادرونو په مخ غوړولې وي. چې زیاتره به يي بنګړې، سیخکي، ږمنځي، زرتار، ګوړۍ، ایینې، بټوې، د مریو او زرتارو ګنډونه وو خو خوراکې توکی، وچې اوتازه میوې یې هم خرڅولی، سپینږیرو هټیوالو به د چای سمواتونه هم باندې کړي وه. په دی میله کې به ښځو داريي هم وهلي او سندرې به ویلي. میله به سهار مهال پیل او ترمازیګره به يي دوام کاوه. د دې میلې په اړه هم د خور په نوم د یوې محلي سندغاړې سندره:
ورسه و ټنګي ته
ټنګی ته خربوزې راغلې
ډیرې کجاوې راغلې
عجب يي خرکاران دي د بنګړو يي درمندونه دی
لوی لوی دوکانونه دي
ورسه و ټنګي ته
پیرۍ ډمه مټه ده
سبا هم دغه میله ده
په زوره بې نارې کړې
که څوک نه راغلو ناغه ده
سبا هم دغه میله ده
ورسه و ټنګي ته
ټنګی ته خربوزې راغلې
ډیرې کجاوې راغلې
عجب يي خرکاران دي د بنګړو يي درمندونه دی
لوی لوی دوکانونه دي
ورسه و ټنګی ته
ورسه و ټنګی ته راغلې دي لواڼۍ
دوئ ناستې پخوانۍ
زیارت یی که ته وکړي دوئ به نه اشنا کوي
سبا ځي که راځي
ورسه و ټنګی ته راغلې دي وردګې
دوئ ناستې جګې جګې
زیارت کې ورته وکړې کڼاوې به خلاصوي
سبا ځي که راځي
ورسه و ټنګې ته راغلې دي اندړې
دوئ ناستې معتبرې
که زیارت يي ورته وکړې زیړ بندونه ښوروي
سبا ځي که راځي
ورسه و ټنګی ته راغلې ټنګي والې
دوئ ناستې پوڅې والي( وهلي)
…………….
ورسه و ټنګي ته
عجب يي خرکاران دی د بنګړو يي درمندونه دي
لوی لوي دکانونه دي
ورسه ټنګی ته راغلې مهمان والې
دوئ ناستې بوڅې والې
سي زیارت يي و….
د شابهار میله
د شابهار میله هم د شلګر د براهو او بلالخیلو د کلیو په پراخه دښته کې جوړیده په دغې میله کې به هم د اخترونو په ورځو کې یوازې ښځو ګډون کاوه. دا میله ځای ویل کیږي تر ټولو میله ځایونو پخوانی و. په دغې میلې کې هم د پاخه عمر لږ شمیر نارینه وو ته له دې امله چې کوم څوک د ښځو میلې ګډې وډې نه کړي د ګډون اجازه ورکوله کیده. د لعلي والو د کلي سپینږیري حاجی مرحوم غلام جان اکا چې زه يي په کور کې د اولادونو ښوونکی وم راته کیسه کوله (له جنګونو مخکې کلونو کې خلک دومره خپه او غمجن هم نه وو. که به په نس هم ماړه نه و. خودا چې د خلکو ترمنځ کرکه اوخپګانونه نه ول نو په مازې خوشحالیو کې به یې برخه سره اخیسته، د شابهار میله کې به ښځو برخه اخیسته، کرۍ ورځ به یې هالته د داریو په وهلو تیره شوه، زړونه پاک وو او کینې هم نه وي. دلته به په سلګونو ښځو، نجونو او پیغلو میله کوله، چا به کوره ورسره ډوډۍ وړه او چابه بیا هالته یو څه پخول یا به یی د هغوو سپینږیرو له دکانو څخه یو څه اخیستل او خوړل به يي، کله چې به څوک د ښځو د میلې په وخت کې له دغه ځایه تیریده نو دا دښته به سرو، شنو ټکریو پوښلې وه.) مرحوم غلام جان اکا راته کړه( معلم ګله که رښتیا راباندې وايي د ډیرو کورنیو ښخو به په همدې میلو کې د خپلو زامنو له پاره پیغلې په نښه او وروسته بي د نجلۍ له کورنۍ سره د دوستي خبرې کولي. کله کله به بنګړیوالو هم دي میلو ته ځانونه را رسول او ښه غریبې به یی کیده)
د شش خیلو (زاړه ښاره) میله
د شش خیلو یا ( زاړه ښار) کلی هم یوه پخوانی د ښځو میله ځای و. ښايي لس کلن به وم چې یوځلې زه او تر ما کشر ورور مې همدې میلې ته له خپلې مشرې خور سره تللی و. په ټوله میله کې مې څوکسه نارینه چې سپینې ږیرې يي وي ولیدل. ځای ځای کواڼه کواڼه ښځې ناستې وي او داریې چې دوئ به ورته دریاب هم ویله وهلي. په دې میله کې همدې کسانوپه څادرونو غوړولې ول او پرې د پاسه يي بنګړې، لښتۍ، جرابي، رانجه، وچې میوې، لکه بادام، نقل، نخود، چارمغز، ممپلی، میمز، خوبانۍ، کشتې، پخې هګۍ او… جلا جلا سره کواڼه کړي ول او خرڅول يي تر خوا يي د یوه دیوال خواته د چایو له پاره سمواتونه هم ایښي ول او دودونه ترې پورته کیدل. لا مې هم په یاد دي دوه ډلې ښځي نژدې سره ناستې دواړو داریې وهلې او دا سندره يي ویله:
معصوم جانه وروره
ماته لیلون جراپی راوړه
که مې خدای ښه ساتې که بده
معصوم جانه وروره
ماته دلیلون جراپی راوړه
راټول به نه کړم د سالو سره پلونه
کله چې یوې د پاخه عمرښځي همدا سندره ویله ما او ورور مې ورته له دې کبله خندل چې (جراپی) غواړې. بیا بیا به مو خندل. او خپل خندی مو نه شوای تکیه کولای.
خو هغې په زموږ په خندا کې ری هم نه واهه بلکې د مقابل لوری سره یی په سیالۍ سندرې ویلې. له مقابل لوری سره یوه ښځه ناسته وه چې يوه سترګه يي ړنده وه. جراپی غوښتونکې ښځې دا ټکۍ ور واچوله،
سترګې نرۍ سلایې غواړې
یوه مې ړنده ده بله زه نه تورومه.
معصوم جانه وروره
ماته د لیلون جراپي راوړه.
وروسته هغه ښځه له ټولۍ ووته او زموږ له سترګو هم پټه شوه.
[1] ملا غلام فاروق خادم د اندړو ولسوالي د خانی بابا کلا اوسیدونکی او د مرحوم ملا محمدامین د اکا زوی و.
[2] علي ملنګ د تاسنګ کلی اوسیدونکی