دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه کندهار کې د سمنټو پر یوې سترې فابریکې کار روان دی

په کندهار کې د سمنټو پر یوې سترې فابریکې کار روان دی

تاند (جمعه، د قوس ۳ مه) په کندهار کې د سمینټ جوړولو پر یوې سترې فابریکې، چې د ورځې به ۵۰۰۰ ټنه سمینټ تولیدوي، کار روان دی.

دا فابریکه د خصوصي سیکتور له لوري د کندهار په صنعتي پارک کې په ۱۰۰ جریبه مځکه جوړېږي او پر دې سربېره چې زرګونه ټنه سمینټ تولیدولی شي، سلګونو کسانو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار فرصت برابر کړي.

تراوسه پورې څرګنده نه ده چې پر دې فابریکې څومره لګښت کېږي خو جوړوونکي یې وايي چې په پنځو کلونو کې به د هغې چارې بشپړې او تولید ته چمتو شي.

افغانستان تر جګړې پخوا په بغلان، هرات او جبل السراج کې د سمینټو فابریکې لرلې. په تېرو شلو کلونو کې د دغو فابریکو د بیا فعالولو لپاره هڅې وشوې او تر یوه حده ځینې فابریکې فعاله هم شوې خو سمینټو ته د افغانستان اړتیا تر دې خورا زیاته ده چې د زړې ټکنالوژۍ زړې فابریکې یې ځواب ووايي.

افغانستان ډېر سمینټ له پاکستان او ایرانه واردوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب