شنبه, مې 18, 2024
Homeمقالېپر افغان خاوره او افغانانو د ايران ظلمونه

پر افغان خاوره او افغانانو د ايران ظلمونه

 وارث عمران / کندهار

نېټه: ۱۵ / ۲ / ۱۳۹۹

تر پاکستان وروسته ايران تش په نوم اسلامي هيواد دی چي، د افغانانو لپاره د زياتي کرکي او دوښمنۍ وړ دی.

دغي نجسي خاوري کلونه کلونه زموږ پر بېګناه او مظلوم ملت باندي ډول ډول ظلمونه کړي دي او ټول بشري حقونو يې تر پښو لاندي کړي دي.

دغه هيواد (ایران) د پاکستان شیطاني ملک په څېر پر افغان خاوره پټ او ښکاره یرغلونه کړي دي او د افغانستان د بربادي لپاره یې اوس هم فرهنګي / کلتوري، مذهبي او فکري جګړه د داخلي لاس پوسو او غربي رسنیو پر مټ روانه کړې ده .

د لومړنیو څېړنو له مخې څو ورځي مخکي لږترلږه ۷۰ کسان چې غوښتل ‌یې له هرات څخه د ایران خاورې ته ننوځي، د ایران د سرحدي ځواکونو له‌ خوا وهل سوي او بیا دهریردو سیند ته اچول سوي دي.

د فاریاب ولایت یوه اوسېدونکی شاه ولي ددې پيښي په اړه رسنیو ته داسي ويلي دي:

((ایراني پولیسو د شپې په ۱:۳۰ بجې ونیولو او په سبا یې په دوو بجو رد مرز کړلو. په اوبو یې په زوره راپورې ایستلو. موږ ویل چې اوبه مو وړي راته ویل‌ یې ښه دی چي وړي مو . ۵۷ نفر و. ۲۳ مړه دي په اوبو کې ورک دي. موږ ویل چې اوبازان راغواړو ویې نه‌ منله. هر څه مو زارۍ ورته وکړې نه‌ یې منله. د قران روی د خدای روی هېڅ‌ یې نه‌ منل. په قمچین او په کنداغونو یې وهلو. په ټېله‌ یې واچولو. په دغو اوبو کې یې خپله پرما دوه فیره وکړل.))

د ایران امنیتي ځواکونو افغانان اړ کړي چې اوبو ته ورګډ سي او په نتیجه کې یې ځیني کسان مړه سوي هم دي.

مخکې ډېرې داسې وېډیوګانې د افغانستان پولې ته نږدې ایراني پوله‌ ساتو ډکې کړي چې په‌ کښې لسګونه هغه افغانان کتار درول سوي او په زور توبې په کاږل کيږي چې د کار په لټه ایران ته اوښتي دي.

ایران د افغانستان د خلکو بشري حقوق تر پښو لاندې کړي دي او باید د دې پېښې جدي پلټنه وسي.

نو په لحاظا افغان حکومت به پيښه هم وڅیړي او نور نړیوال بنسټونه او سازمانونه به ئې غندنه هم وکړي لیکن موږ خو یې  د انتقام اخيستلو او ورانولو وس نلرو ، الله تعالی دي یې د کرونا آفت په واسطه د نړۍ له نقشې ليري کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب