Homeخبرونهپه غور کې د مرستې پر سر په شخړه کې ۶ تنه...

په غور کې د مرستې پر سر په شخړه کې ۶ تنه وژل شوي

تاند(یکشنبه، د ثور ۲۱ ) افغان چارواکي وايي، په غور ولایت کې پرون (شنبه) د خوړو د وېش پر سر په شخړه کې ۲ پولیس او ۴ ملکیان ووژل شول.

دا شخړه هغه مهال وشوه چې یوې قطري مرستندویې ټولنې مرسته وېشله.

د مرستې د ترلاسه کولو لپاره سلګونه تنه په فیروز کوه (چخچران) کې د غور د والي د دفتر مخته راټول شوي وو.

د غو رد ولایتي شورا مرستیال رييس عبدالرحمان اکشان فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، مرستې ته په کتار ولاړو کسانو کې ځینو اعتراض وکړ چې د مرستې په توزیع کې عدالت نه رعایت کېږي.

ده زیاته کړه، ګڼو اعتراض کوونکو هڅه وکړه چې د والي دفتر ته ننوځي  چې له دې کبله د پولیسو او اعتراض کوونکو ترمنځ شخړه پېښه شوه.

چارواکي اعتراض کوونکي د تشدد او مرګ ژوبلې مسوول بولي.

د غور د والي ویندوی عارف عابر وايي چې اعتراض کوونکو پر پولیسو ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې ۴ ملکیان او ۲ پولیس ووژل شول.

په وژل شویو ملکیانو کې د سیمه ییزې راډیو یو کارکوونکی هم شامل دی.

همداراز په دې پېښه کې ۱۹ تنه ژوبل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې وسله والو کسانو د ولایت د مقام پر ودانۍ یرغل وروړی چې له کبله یې پولیس مجبوره شوي چې هوايي ډزې وکړي څو خلک تیت پرک شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...