یکشنبه, مې 5, 2024
Homeټولنیزمننه او بښنه د ښه ژوند راز! | محمد حکیم بهير

مننه او بښنه د ښه ژوند راز! | محمد حکیم بهير

که مو د کورنۍ غړی، ملګری، همکار او نور دوستان درنه خفه شول او پوه شوئ چې تقصير ستاسې دی، بښنه ترې وغواړئ، پخلا يې کړئ؛ بښنه غوښتل مو نه کموي بلکې، ستاسې لوی والی ښيي، تر مننې وروسته به مو ملګرتيا او اړيکې له مخکې هم ډېرې نېکې، مينه ناکې او ټينګې شي.

که مو يو ښه کتاب ولوست، يا مو ملګري يا کوم بل چا ښه درسره وکړل، کور کې مو مور، مېرمن، خور يا د کور کوم بل غړي خوندور خواړه درته پاخه کړل؛ مننه ترې وکړئ. له دوی څخه په مننه کولو سره به خپله تاسې هم يو ښه احساس او سکون ترلاسه کړئ او هغوی ته به په مننې سره يو معنوي احساس او وياړ ورکړئ.

په دې کار سره به ليکوال لا ښې ليکنې وليکي، ملګری به لا ډېر در خوږ شي او کور کې به هم تر دې ډېر خوندور خواړه درته پاخه شي، نو تاسې دې او دې ته ورته ډېر نور کارونه يوازې په يوې مننې او بښنې سره د زړه له اخلاصه ترلاسه کوی شئ.

که له ټولنيزو ستونزو (خپلوان يا ګاونډی مو بې وسه وي، لار کې بېوزله وګړي وينئ، ښاري بې نظمي ګورئ، اداري بې فرهنګي او فساد ګورئ او بله هره ټولنيزه ستونزه وينئ) څخه ځورېږئ، نو هر څومره وړوکی اقدام مو چې په وس وي ويې کړئ. هغه متل دی چې انسان تر خپله وسه پړ دی، نو له خپل وس لوړو ستونزو ته زړه مه خورئ او ژوند پر ځان مه غموئ.

که ليکوالۍ، موسيقۍ يا له کوم بل ځانګړي مسلک او مهارت سره مينه لرئ، بې له کومې وېرې يې وليکئ، زده يې کړئ؛ د ستونزو د پوښتلو او له ځان سره د بيا بيا فکر کولو په اړه چې څنګه به شي، څنګه به شي؟! په اړه مه شرمېږئ. د ستونزو په اواري کې له ملګرو سره مرسته وکړئ او د خپلو ستونزو د اواري له پاره له خپلو ملګرو او کورنۍ مرسته وغواړئ؛ زړه مه خورئ؛ هر بريالی شخص، د پيل له تجربې وروسته د شهرت او محبوبيت اوج ته رسېدلی دی.

کېدای شي ووايئ، دا ټولې خبرې مو اورېدلې او لوستلې دي؛ خو ما ويل زه به يې په خپلو ادبياتو وليکم چې ځان ته ژوند څنګه اسانه کړو؟

 هاغه دی ګڼ موضوعات مې ذهن ته راغلل او ومې ليکل. ستاسې ذهن ته به له دې هم زيات موضوعات درغلي وي؛ زما لپاره د ليکلو دا يوه هڅه وه، ومې کړه، تاسې ته مې نوي يا هم ستاسې د ذهن مخکني موضوعات بيا در ياد کړل؛ که زما د دې نوو يا ستاسې د ذهن د مخکينيو خبرو در يادولو له کبله، په يوه کور کې مننه وشي، له يوه خپه ملګري بښنه وغوښتل شي، يو ښه کتاب ولوستل شي، يوې ښې يا نيمګړې ليکنې ته يو کس وهڅول شي او يا هم يوه ملګري ته له دې ليکنې څخه هر بل ښه احساس ورکړل شي؛ نو اصل کې همدا د انسان د تر خپل وس پړ متل مانا ده.

تاسې هم هر يو د ښو، نيمګړو او د خپلو ذوقونو او له خپل وس سره سم همداسې هڅې وکړئ، خامخا به مو خپلې هڅې خوښې او د ژوند له نوو خوندونو به برخمن شئ. ژوند ښکلی دی، نو مه يې سختوئ بلکې په مينه ورته وګورئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب