شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي، له هند سره د مثبتو اړیکو غوښتونکي دي او د...

طالبان وايي، له هند سره د مثبتو اړیکو غوښتونکي دي او د مرستو یې هرکلی کوي

تاند(یکشنبه، د ثور۲۱ ) افغان طالبانو د لومړي ځل لپاره ویلي چې له هند سره د ښو او مثبتو اړیکو غوښتونکي دي او له افغانستان سره د هندوستان د مرستو هرکلی کوي.

هندي رسنۍ ډي این اې وايي چې د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سُهیل شاهین ورسره په ځانګړې مرکه کې وویل «د خپلو ملي کټو او دوه اړخیز احترام پر اساس، موږ غواړو چې د هند په ګډون له شاوخوا هیوادونو سره مثبتې اړیکې ولرو او د افغانستان په بیارغونه کې د دوی د ونډې او همکارۍ هرکلی کوو.»

ده همداراز وویل «د افغانستان اسلامي امارت د افغانستان هغه ملي اسلامي غورځنګ دی چې له اشغاله د هیواد د ژغورنې لپاره هلې ځلې کوي. موږ له خپلو پولو دباندې کومه اجنډا نه لرو.»

شاهین دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هند ته سفر وکړ او د هند او طالبانو ترمنځ یې د مخامخ خبرو غوښتنه وکړه.

ده وویل، باور لري چې د طالبانو او هند خبرې او مذاکرات هم مهم دي چې د ترهګرۍ په اړه د هند اندېښنې په کې مطرح او هوارې شي.

 دا لومړی ځل دی چې امریکا له هند څخه غوښتي چې له طالبانو سره مخامخ دخیل شي او خپلې اندېښنې ورسره مطرح کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب