سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهد عامې روغتیا وزارت: د قرنطین ختمول به بشري ناورین رامنځته کړي

د عامې روغتیا وزارت: د قرنطین ختمول به بشري ناورین رامنځته کړي

 د دغه وزارت مرستیال وحید مجروح نن یکشنبه په دې اړه یو خبري کنفرانس کې وویل، په یو شمېر ولایتونو کې د قرنطین او ګرځبندیز ختمول د کورونا ناروغۍ د اوج ته رسولو په معنا دي.

نوموړي زیاته کړه، د قرنطین ختمول د کورونا د پېښو له زیاتېدو او اوج ته رسېدو کې مرسته کوي چې بیا به د دغې ناروغۍ کنټرول له مدیریته ووځي: (( د قرنطین په ختمولو به د ناروغانو شمير زیات او بشري ناورین به رامنځته شي.))

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار، کندوز او بلخ چارواکو په دغو ولایتونو کې د خلکو د زیاتو غوښتنو له امله ګرځبندیز او قرنطین ختم کړی دی.

په همدې حال کې د هېواد په کچه له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې ۳۶۱ د کورونا مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ټول شمېر .یې ۴۴۰۲ ته لوړ شوی دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب