یکشنبه, مې 5, 2024
Home+افراسیاب او کی قباد د تاریخ په پاڼو کې

افراسیاب او کی قباد د تاریخ په پاڼو کې

۱۴مه برخه

استاد شهسوار سنګروال

 

د څېړونکو او لرغونپوهانو د انکېرنو له مخې، ګرشاسب د فریدون له زوزات او ټبر څخه وو او دارنګه د استوروي او افسانوي تاریخ له مخي د افراسیاب په تړاو هم انګېرل کېږي، چې دی د فریدون کورنۍ ته منسوب و.

افراسیاب د لرغوني تورانی ټبر له افسانوي او استوروي ټولواکانو او اتلانو څخه یو ستر ټولواک وو، چې د ده اتلولي په لرغوني تاریخ کې ستایل شوېده.

دی د «پشنګ» زوی او د «تور» لمسی دی، چې د فریدون له درې زامنو (سرم=سلم، تور، ایرج) څخه یو وو. دا چې په اوستايي متونو او شهناه نا مو کې «تورانی» بلل شویدی، لامل یې همدا ګڼلی شو.

 له دې سربېره په اوستا کې د افراسیاب نوم د «فرنګر سینه farangra saena» په بڼه راغلی دی، چې په پهلوي کې «فراسیاک» او په شهنامه کې افراسیاب کښل شویدي اوپه ځنو متونو کې د« فرا نګرا سیا »په بڼه هم راغلی دی .

انګېرنې داسې دي، چې ښايي د افراسیاب رښتنې استوګنځی «کنګ دژ» وي «ګایګر »وايي کنګ د امورو د شمال ختیز کې توران  دی ، خو د کنګ دژ اوسنئ بڼه کندوز ته ورته دی، کندوز له دې سربیره، له دوه تورونه جوړ شویدی، چې یو یې «کند» او بل یې «یز» یانی د دغه نوم پخوانی بڼه «کندیز» دی، چې له «کندژ» کنګ دژ او له اوسني کندوز=کندز سره دتاریخي او پرتلیزې ژپپوهنې له مخې ډېر نږدی دی…

پدې تړاو داسې انګېرنې هم شتون لري ، چې پدی لړ کې ډارمستتر وايي «کنګه» په بخارا کې د کومې سیمی نوم دی…دا هم ویل کیږي چې «دا یوه ساکي کلمه ده، چې «کند» د ښار په مانا او «یز» یا «دیس» د سیمې مانا لري، ولې په مینځنیو پېړېیو کې د «کهن دژ» پنوم یاد شو.»[1]

که څه هم د اوسني ایران یو شمېر لیکوال لکه د دوئ د نورو انګېرنو په څېر انګېري چې «خنجست» سین د اوسني ایران په خاوره کې بهېده…!؟ یانې چیرته چې د «کیاني» کورنۍ د ځواکونو له خوا، افراسیاب د همدې سین په غاړه ونیول شو او بیا له مینځه لاړ.

 ولې د کنګ دژ لرغونې سیمه، که همدغه کندوز وي او افراسیاب د خنجست د سین په غاړه وژل شوی وي… خو همدغه د خنجست کلمه اوس هم د «خنجان» په بڼه شتون لري، چې د خنجا ن سین له خپلی سرچینې نه وروسته کندوز ته رسېږي… ،چې بیا هم دمقایسوي اوتاریخي   ژبپوهنې له مخې له خنجست نه خنجان د پا م وړ دی!؟

په اوستایي لرغونو متونو کې د افرسیاب او سیاوش (سیاورشن) د جګړو یادونه شوېده او د بېلکې په توګه یو ځای داسې راغلي دي، چې د سیاوش (سیاورش) زوی کیخسرو هم د ده له لاسه په جګړه کې نیول شوی او بندي شویدی ، پلار یې یانې سیاوش د افراسیاب له لاسه وژل شوېدي.

پدې اړه داسې اندونه هم شته، چې سیاوش له خپلې میرې سره د ناوړه کړنې له امله له پلار سره خپه شو، افراسیاب ته یې پنا یووړه او بیا یې د هغه له لور« فرنګیس »سره واده وکړ. ولې د هغه د ورور «کرسیوزدا keresavazda د تور او دسیسې له کبله په دار وځړول شو.

 دایرة المعارف کې د افراسیاب د برخلیک په تړاو، چې سیاوش یې په دار وځړوه داسې راغلي دي:

«منوچهر» د فریدون لمسی د خپل پلار د غچ او کسات اخستو په نیت د افراسیاب په مقابل کې پورته شو، نوموړی یې مات کړ او پس له دې امو رود د ایران (اریانا )او توران تر مینځ سرحد وټاکل شو او سوله یې سره وکړه…»[2]

له منوچهر وروسته د هغه زوی «نودر» د واک او ځواک څښتن شو، ولې د افراسیاب له ګواښ سره مخ شو او د یوې جګړې په ترڅ کې نودر ووژل شو. پدې وسیله د ایران خاوره د ده په ولکه کې راغله، خو تر ډېره یې ونشوه ساتلی او بیرته یې له لاسه ووته.

کله چې د کیانیانو د کورنۍ دویم ټولواک «کیکاووس» د واک چارې په لاس کې ونیولې، افراسیاب بیا پرې برید وکړ او ایران یې ونیو.

د روایتونو له مخې د ایران او توران په مینځ کې ګڼ شمېر جنګونه شویدی او پدې تړاو ډېر نکلونه خوله په خوله او سینه په سینه له یوه نسل نه بل نسل ته لېږدېدلی دی …

هغه مهال چې کیکاووس د خپلې ناروغۍ له بابته خپل لمسی کیخسرو پر تخت کیناوه، دی ټولواک د «رستم زال» په ښودنې یو ځواکمن لښکر «توران» ته واستوو…په پای کې افراسیاب ونیوه او وې واژه، چې په دې اړه به داسپه کورنۍ په سرلیک کې هم پرې وغږېږو .

ولې له دېنه دمخه یې هم افراسیاب د جیحون تر هغې غاړې ځغلولی وه، خو دا ځل په لاس ورغی او له مینځه لاړ.

په دې تړاو د «زمیادیشت په ۷۷ فقره کې راغلي دي، چې بې دینه «هوسراوا» پاچا، (موخه ترې ایوروا ساره aurvasara چې د کاوه هوسرا وا له یوه مخالف څخه وه) د اوږدې مودې لپاره یې په یوه ځنګله کې و څاره…اسپ سواره لارو هونکی له هغوئ سره ډېر وجنګېد. هوسرا وا پادشا د خپلو دښمنانو پر وړاندې لاسبری شو…لاره وهونکی تورانی فرانګراسیا (افراسیاب) او کرسه وزده keresavazda، ګرزیو د افراسیاب وروڼه په څنځیرونو وتړل، چې د خپل پلار پهلوان «سیاورشنا غچ او کسات واخلي.»

د کاوه یا «کوې» کلمه په ویدي سرودونو کې هم راغلې ده او اوستا هم د زمیادیشت په «۷۱ مه» فقره کې او بل ځل د «فروردین یشت» په ۱۳۲ مه فقره کې د «کاوه کواتا» یا «کي کوات=کی قباد» او د ده د ځاې ناستو څخه یې هم یادونه کړیده.

دا چې له یادې کلمې نه موخه د «کیکاوس» نوم دی او د «کاوه یوسانا» په نوم یې یادوي، داسې برېښي، چې تر دې دمه لا مرکزي اریایي قبایل یو له بله نه وه جلا شوي.

د کاوه یا کوې «یا کیاني کلمه د پوه په مانا راغلې ده ، ولې د ریګ ویدا په ۴۲۴مخ کې پخپله وید دپوهې په معنا راغلی دی ،خو موخه ترې الهي پوهه ده . (وګورۍ دډاکترتارا چندانګریزي سریزه ۴۲۴مخ )

همداډول دکیان کلیمې ته ورته د« ګیان یا ګیانم » کلیمه هم چې دریګوید په « ۵۰» څپرک کې راغلې ده  دپوهې اودانش په مانا کارول شوېده . (وګورۍ هماغه اثر)

په ټوله معنا دغه کورنۍ کورنۍ یې د پوهانو د کورنۍ پنوم باید نومولې وی. د دې کورنۍ موسس « کیقباد» وو، چې په اوستا کې د «کاوي کواتا» په بڼه راغلی دي.

د اوستا د یادونو پر بنسټ د پيشدادیانو (پراداتیانو) په څېریوه بله کورنۍ، چې پیل یې د «کاوي=کاوه» په کلمه کېږي واک ته ورسېده.

د دې کورنۍ بنسټګر «کي کوات» (کیقباد) د ډېرو څاروېیو او رمو څښتن وو، چې تل یې رمې د بلخ په جنوب د البرز په غرونو کې څرولې او د ټولو اریایي ټبرونو په مینځ کې د ډېرو رمو څښتن کیقباد نامتو وو، د ده په وخت بل پاچا نه وه، اریايي تاج و تخت خالي وو، هر څوک پدې لټه کې وو، چې د یما په څېر یو پیاوړی پاچا د ځان لپاره وټاکی ، له دې بابته دګرشاسپ له مرګه وروسته ، ویل کیږي چې رستم د البرز غره ته لاړ «کی کو باد» یې راووست او پاچا یې کړ.

«کواتي» شهزادګان، پخوا تر دې چې واک ته ورسېږي، دوی به د البرز غرونو په څوکو کې چې «ارزیفه » نومېده د «ناهید» رب النوع پنوم نذرورکوه، لکه څرنګه چې تېرو واکمنوهم دسلواسونو،یوزر غوایانواولس زروپسونونزرورکاوه، ، دارنګه به د دوئ په څېر کاویانو هم «ناهید» ته قرباني ورکوله، چی «البرز» به یې د سپېڅلي غره پنوم یادوو او ان د «پوهې» غر یې باله، چې دا ډول دیني حکایتونه د« کوه نور» او موسی (ع) په تړاو هم شتون لري.

په ډېرو لرغونو افسانوي کیسو کې به داسې روایت کېده، چې کله به د کوم هېواد پاچا ومړ، نو بیا به یې باز خوشې کړاو هغه به که د هرچا په سرکیناست، نو هغه به یې هم پاچا کوه.

د «کیقباد» په اړه هم داسې انګېرنې شته چې دوه سپین بازونه راغلل، چې د سرو زرو تاج یې په منګولو کې نیولی وو او د همدغه سپېڅلي غره په لمنه کې «د کی کو باد=کیقباد» په سر باندې کېښود او بیا د البرز د غره شاوخوا ټول شپانه راټول شول او دی یې بیا په بلخ کې په پاچهۍ وټاکه.

یوه فرانسوی لرغونپوه «برګین» ، کاوي یا کوې د «پوه» یا پوهنې په مانا ژباړلی دی او په ویدي سرودونو کې «یوسانا» او یا «یوسایي» هم پدې صفت او ستاینې راغلی دی.

د « کوې » کلیمې ته نږدې د ریګوید په ۴۱۸ مخ کې «وkavya کویه » اصطلاح هم راغلې ده ،چې د نیکونوارواح مانا ورکوي .(هماغه کتاب )

د کیقباد په زمانه کې یوه موهمه پېښه د تورانی افراسیاب سره پرلپسې جګړې وې،چې په پای کې پدې سلا شول او روغه یې وکړه، چې د اکسوس سین (جیجون) او یا د امو رود د اریانا او توریانا پوله او سرحد وټاکل شي.

د کیاني او یا کاوي کورنۍ نور پاچایان دا سې وو: کاوي یوسان=کاوه یوسا=کي کاووس، کاوي سیاورشنا= کاوه سیاورشنا،کی سیاوش، کاوي هوسراوا=کاوه هوسراوا=کی خسرو…

داسې انګېرني او افسانوي کیسی خوله په خوله کېږي، چې د البرز په غره کې ډېرې ماڼۍ جوړې شوې وې او تر ډېره بریده ویل کېږي، چې دغه ماڼۍ «کي کاووس» ته منسوب شویدی.

سیاوش د کیکاوس زوی دی، دی د کاوي کورنۍ د مرکزي اریایانو دریم پاچا ګڼل کېږي. مور یې «سودابۍ» نومېده او د تورانیانو له ټبره وه او له پلار نه وروسته په بلخ کې د سلطنت په تخت کیناست.

د اوه (۷) ماڼیو اصطلاح تر اوسه هم د بلخ د خلکو په مینځ کې د ژبې په سرده، ولې د کاویانو په مهال چې کومې ماڼۍ ډېرې نامتو وې، یوه هم د «کنګ دژ» ماڼۍ وه (کنګه kanah)، چېرته چې «کی خسرو» زېږیدلی وه.

د دغې ماڼۍ د نوم په تړاو داسې انګېرل کېږي، چې د اوسنۍ کندوز= کندز نوم هم له کنګ دژ څخه، چې د افغانستان په لرغوني تاریخ کې ځانګړې دب دبه درلوده اخستل شویدی، ځنې څېړونکي پدی اند دی چې دغه ماڼۍ د امو سین پورې غاړي خیوه کې وه ولې زه پدې فکراوباور یم، چې ښایي دا به د امو رود دی غاړی ته ودانه وه، داځکه چې دکنګ دژداوسني کندوزنوم، یومهال ددې لوې سیمې نوم وواو ان داچې دامو سین دواړه غاړې احتوا کولې !؟

هغه مهال چې افراسیاب دغه ماڼۍ ونیوله، نو بیا سیاوش هم د هغه له لاسه ووژل شو. که څه هم تورانیان د اریایانو يوه څانګه وه، خو بیا هم د تاج و تخت په سر پخپل مینځي جګړو کې ښکیل ول.

کاوه هوسرا وا د خپل پلار «سیاوش» له مړینې وروسته د اریانا په تخت کیناست. د اوستا په یشتونو کې. دده یادونه شویده، چې موږ زمیادیشت، اردیشت، ګوش یشت، ابان یشت، فروردین یشت او یو شمېر نورې لرغوني سرچینې د بېلګی په توګه یادولی شو.

کیخسرو د خپل پلار غچ او کسات له تورانی افراسیاب څخه واخست او په ډېرې مېړانې يې د «خنجست» سین په غاړه ونیو او بیا یې وواژه.

موږ دمخه ووېل چې ا یرانی لیکوال وایی چې خنجست د پارس په خاوره کې بهېد ،ولې داسې انګېرنې هم شته چې ښایي اوسنی خنجان وي ،خو بیاهم په دې اړه نظریات ویشلي دي !؟

پر هر حال کیسخرو د «ګوشت یشت» په ۲۱ مې، ۲۲ مې، ۲۳ می فقره کې هیله ښودلې ده، چې د خپل پلار قاتل افراسیاب نه به غچ واخلی، چې په پاې کې دې موخې ته رسیږي.

ډېر څېړونکي انګېري، چې دی د بلخ د کیاني کورنۍ یو پیاوړی او ځواکمن، ټولواک وو چې د اریانا څلور خواوې ډېري پراخې کړي او هغه سیمې یې هم لاندې کړې، چې تورانی افراسیاب نیولې وې.

د «خنجست» سین، چېرته چې کیخسرو بری ته ورسېد، په یو شمېر متونو کې د «کیکست=کیکسته» په بڼه راغلی دی او ویل کېږي، چې د «ایورومیه» سین پخوانی نوم دی، چې په ازربایجان کي بهېده.

«کایګر» دغه سین ته «ایسیک کل issik-kul» نوم ورکړی دی، چېرته چې د «کاویانو» او «توریانو» تر مینځ نښته شوې وه.

له دغو څرګندونو سربېره د اوستا په «ابان یشت» ۵۳ مه فقره کې د «توزا» یادونه هم شوېده او دی یو پیاوړی، جنګیالی اتل او پهلوان وو. ده له «اناهیتا» نه د خپلې قرباني په بدل کې غوښتنه وکړه او وې ويل غواړي دومره ځواکمن شي، چې پخپلو دښمنانو بری تر لاسه کړي. توزا د «نااوتارزوی د منوچهر» لمسی وه.

په ۵۴ مه فقره کې خپل رب النوع اناهیتا نه داسې خواست او سوال کوي، چې:

«ای اناهیتا د مهرباني له مخې دا وس راکړه، چې د «ویساکا vaesaka» زړور زوې د «خشاتروسوکا» په ماڼۍ د «کنګه» په سپېڅلې کلا کې مات کړم او په سلګونو، زرګونو، میلونونو…تورانیان ووژنم.» د «ویسه ویساک» د زړور زامنو، چې په اوستا کې یادونه شوېده ،(ښایي له دغې کلمې نه موخه د «ساک» ټبر وي.سنګروال) .

داوستا دمتون له مخې کنګه، دمینځنۍ اسیا دیوې سیمې لرغونی نوم دی ،چې هلته ساکیانو دخپل دولت بنسټ کېښود اودمسا ګیتوددولت په شمال کې واک ته ورسېدل .

پارتیانیان د سا کانوتربوران د سیستان او د افغانستان په سهل لویديځ کي استوګن ول اودوۍ هغه پوونده وګړي ول، چې د امو د پورې غاړې وګړو به دوئ «توران» بلل او د دښمن په سترګی یې ورته کتل.



) سنګروال شهسوار د افغانستان تاریخي جغرافېي څرنګوالی ۱۶۷ مخ[1]

) پښتو دایرة المعارف ۳ ټوک ۳۰۸ مخ[2]

اژي دهاکا، (ضحاک که سهاک!؟) شهسوار سنګروال

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب