سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهد روغتیا نړیوال سازمان وايي، له پاکستان د کډوالو ایبستلو د افغانستان...

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، له پاکستان د کډوالو ایبستلو د افغانستان پر روغتیايي سیکتور فشار زیات کړی

تاند (چهارشنبه، قوس ۱ مه) په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان څانګه وايي له پاکستانه د راستنېدونکو افغانانو د شمېر له زیاتېدو سره د افغانستان پر روغتیايي سیکتور، چې له وړاندې له فشار سره مخامخ ده، نور فشار هم زیات شي.

د روغتیا نړیوال سازمان پرون (سې شنبې) په یوه خبرپاڼه کې، چې پر خپله ایکسپاڼه یې خپره کړې، ویلي چې د روغتیايي برخې چارې له خنډ سره مخامخ شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې له راستنېدونکو افغانانو سره په طبي برخه کې د مرستې لپاره یې له مرستندویو هېوادونو څخه د لس میلیون ډالره مرستې غوښتنه کړې ده.

نړیوالو خیریه ټولنو د هغو افغانانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې چې پاکستان یې په جبري ډول ایستل د اکتوبر له میاشتې څخه پیل کړي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون رویټرز خبري آژانس ته وویل چې تر دې دمه له پاکستان څخه تر څلور لکه زیات افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

په همدې حال کې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د تشنابونو د نشتوالي او د روغتیايي اسانتیاوو د کموالي له کبله د راستنو شویو افغان کډوالو په منځ کې د نس ناستي په شان ساري ناروغۍ خپرې شوي او دوی له دې درکه سخت اندېښمن دي.

اکثره راستانه شوي په خورا بد وضعیت کې دي ځکه چې پاکستان اجازه نه ده ورکړې چې خپل وسایل او حتي پیسې له ځان سره افغانستان ته راوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب