سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهد پاکستان صدراعظم: ټي ټي پي دې وسله کېږدي، چې ورسره د...

د پاکستان صدراعظم: ټي ټي پي دې وسله کېږدي، چې ورسره د مذاکراتو په اړه پریکړه وکړو

تاند:( چارشنبه) د پاکستان موقت صدراعظم انورالحق کاکړ د دغه هېواد تحریک طالبان ډلې ته په خطاب کې ویلي، چې که د پاکستان حکومت سره مذاکرات غواړي لومړی دې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي.

د هغه په وینا، کله چې ټي ټي پي وسله کېږدي، بیا به د پاکستان حکومت دغې ډلې سره د مذاکراتو د ترسره کیدو او نه ترسره کیدو په تړاو پریکړه وکړي او خپل دریځ به څرګند کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د ټي ټي پي بریدونه د پاکستان پر بېلابېلو سیمو زیات شوي او د دغه هېواد چارواکي او بنسټونه یې وېرولي.

د پاکستان یو شمېر افغان منتقدانو د کاکړ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې ټي ټي پي ته د مذاکراتو لپاره باید د قطر په شان یوه هېواد کې سیاسي دفتر پرانیستل شي او د افغانستان د طالبانو د تحریک په شان مذاکرات ورسره وشي.

د دوی په وینا، پاکستان چې کوم پروتوکول د افغان طالبانو د پخلاینې لپاره غوښت، اوس یې پاکستاني طالبانو ته چې د دغه هېواد پر وړاندې په یوه جدي خنډ بدل شوی، راضي شي او رېښتیني مذاکرات ورسره وکړي.

2 COMMENTS

  1. طالبان پاکستان ، لتکون کلمه الله هی العلیا لپاره جهاد پیل کړی نو دکګړو خبرو او اوامرو اطاعت حرام بولی ؛لا طاعت فی المعصیه باندی ایمان لری او په متاع قلیل ځان او ایمان نه خرڅوی ؛د الله غنی اجر ، دا د افغانانو د جیب او کور غله نشی ورکولی ، دجهاد دوام ، درونی استحکام او صبر مو لویو کامیابیو او مدارجو تضمین کولی شی ، ان شاء الله تعالی
    کرایی بیزوګان هیڅ صلاحیت او حیثیت نلری ،پام چي دوکه نشی ، حالات د تاسی په ګټه دی او خیرالناصرین در سره مل دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب