تاند (چهارشنبه، قوس ۱ ) د هوا پېژندنې نړیوالو ادارو په افغانستان او شاوخوا هیوادونو کې د واورو او بارانونو د اورېدو اټکل کړی دی.
د افغانستان د هواپېژندنې ادارې پرون (سې شنبې) په یو شمېر ولایتونو کې د واورې د اورېدو او باران وړاندوینه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې ممکن د ورښتونو له کبله په ځینو سیمو کې سیلونه جاري شی.
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې خبرداری د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت پرون پر خپله ایکسپاڼه خپره کړه. د دې خبرپاڼې پر اساس، د چهارشنبې په ورځ یعني نن او همداراز سبا (پنجشنبې) به د تخار، کندوز، بامیان، هرات، غور، بدخشان، او پنجشیر په شمول د هېواد د اتلسو ولایتونو په لوړو سیمو او همداراز سالنګونو کې واورې واوري.
د دې ادارې له اټکل سره سم د ورښتونو اندازه به له لسو تر ۳۵ میلي مترو پورې وي د سیلونو د راوتلو احتمال هم شته.
تر دې مخکې هم د پغمان د غرونو په شمول د هیواد په یو شمېر لوړو سیمو کې واورې ورېدلي دي.
یو شمېر خلک اندېښنه لري چې که د سالنګ لوبه لار ژر بشپړه نه شي او د واورو ورېدا دوام وکړي ممکن د شمال او جنوب ترمنځ تګ راتګ ودرول شي.
حاضردمه ډېری موټرچلوونکي د بامیان ولایت د شیبر په لاره تګ راتګ کوي چې په ژمي او د واورې د اورېدو په صورت کې ورباندې تګ راتګ نه کېږي.
د ایران او منځنۍ اسیا په یو شمېر سیمو کې هم د نن او سبا لپاره د ورښتونو اټکل شو ی دی.