Homeخبرونهله ۶۵ کلن مزل وروسته له موسیقۍ سره د استاد مهوش مخه...

له ۶۵ کلن مزل وروسته له موسیقۍ سره د استاد مهوش مخه ښه

تاند:(چهارشنبه، د قوس ۱) د افغانستان مشهورې ښځینه هنرمندې استاد مهوش په امریکا کې د یوه کنسرت پر مهال خپله وروستۍ سندره زمزمه او له ۶۵ کلن هنري فعالیت وروسته له موسیقۍ سره مخه ښه وکړه

هغې د امریکا په ویرجینیا کې د جوړ شوي کنسرت پر مهال د )( وقتی عاشق شوی راز دل ته ګفته نتوانی) سندره وویله او له خپلو مینه والو سره یې مخه ښه وکړه.

مهوش ته د داود خان د واکمنۍ پر مهال د موسیقۍ د استادۍ لقب ورکړل شوی و.

هغه د افغاني موسیقۍ له مهمو ښځینه سرلارو څخه ګڼل کیږي چې په څو نسلونو کې د پام وړ مینه وال لري.

مهوش له دې امله، چې عمر یې خوړلی او د سندرو ویلو نوره انرژي نه ده ورپاتې، خواشیني وښوده او په اوښلنو سترګو یې د خپلو مینه والو له مینې مننه وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

شاه رخ خان او د بالیووډ درو نورو ستورو ته د اعلانونو د بندولو خبرداری

تاند (سې شنبه، د زمريږ اسد ۲۷ مه) د هند د مهاراشترا ایالت چارواکو د بالیووډ درې مشهورو لوبغاړو، شاه رخ خان، اجې دیوګن...