جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهډیلي لومړی، لاهور دویم او کابل د نړۍ څلوېښتم ککړ ښار اعلان...

ډیلي لومړی، لاهور دویم او کابل د نړۍ څلوېښتم ککړ ښار اعلان شو

تاند:(چهارشنبه، د قوس ۱) د چاپېریال ارزونې یوې نړیوالې ادارې په تازه ارزونه کې د هندوستان پلازمېنه نوې ډیلي د چاپېریالي ککړتیا له پلوه د نړۍ تر ټولو لومړی، د پاکستان لاهور ښار دویم او د افغانستان پلازمېنه کابل د نړۍ څلوېښتم ککړ ښار اعلان کړی.

یاده څېړنه د امریکا د یوه پوهنتون لپاره ترسره شوې او له ځانګړي اعتبار څخه برخمنه ګڼل شوې ده.

مخکې کابل هم د نړۍ په زیاتو ککړو ښارونو کې اعلانیده.

له تېرو څو کلونو راهیسې په کابل کې د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره اقدامات، د بېوزلۍ له امله د موټرو او نقلیه وسیلو د ګرځولو کمښت او له کابل څخه خپلو اصلي سیمو ته د یو شمېر کورنیو کډه کیدل د چاپېریال د نسبي ښه والي لاملونه ګڼل کیږي.

له دې سره، نیوکه ده چې کابل ښار لا څنګه چې لازم دی پاک نه ساتل کیږي او د مسولو ادارو ترڅنګ عام خلک ناغېړي پکې کوي.

د افغانستان د نورو سیمو په نسبت په کابل کې د زړه او نورو خطرناکو ناروغیو د زیاتوالي یو دلیل هم د چاپېریال زیات ککړوالی ګڼل کیږي.

3 COMMENTS

  1. په عنوان کی د کابل ښار څلویښتم او د راپور په دریمه کرښه کی دریم ککړ ښار بلل سویدی ( کوم یو ئی صحیح دی؟ ).
    ممکن داسی وی چی کابل په آسیا کی دریم او په نړی کی څلویښتم ککړ ښار وی.

  2. تانده ته مونږ ګران یی، خو سم شه! په عنوان یا سرلیک کی یو څه لیکې خو په تفصیل کي بیا بیخي بل څه لیکې.

    • تانده ته په مونږ ګران یی، خو سم شه! په عنوان یا سرلیک کی یو څه لیکې خو په تفصیل کي بیا بیخي بل څه لیکې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب