پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+کلیشه | لیکوال: امیرشاه یاد

کلیشه | لیکوال: امیرشاه یاد

کلیشه (Cliche) د فرانسوي ژبې له کلیسې نه اخستل شوې،
هغه خبرې، کلیمې، ترکیب، عبارت او طرز چې په لومړي ځل وکارول شي نوښت دی، خو د بیاـ بیا تکراري راوړلو ته یې کلیشه ویل کیږي.
هغه خبرې چې په ادبیاتو کې په تکراري ډول راوړل شي او نوښت ونه لري کلیشه ده او کلیشه یي ادبیات ګڼل کیږي.
همدا رنګه کلیشه د یو هنري کار د اصلاح مفکوره یا عنصر دی، چې په ډېرو کارولو سره خپله معنا له لاسه ورکوي.
لیکوال باید د لیکلو پر وخت له تکراري خبرو څخه د ځان خلاصون او د نوښت رامنځته کولو هڅه وکړي.دا چې د نویو حسي تجربو د لېږد او د کلیمو تر منځ نېږدېوالی او د نويو اړیکو تر منځ تناسب د ادبي لیکنې یوه ستره دنده ده. نو پکار ده چې د فکر، خیال او احساس دنیا هم ښکلې او غني کړي.
که ووایو، خبرو یې داسې نرم کړم لکه د ژمې ساړه یخونه چې په تودوخه واوړي.
که په لومړي ځل پورتنۍ جمله ولولو په خیال او احساس کې به یو نوی والی حس کړو، د پورتنۍ جملې د تشبې له لارې د لمر هغه وړانګې چې د ژمي په ساړه سهار کې پر ګنګل ولګېږي او اوبه یې کړي موږ یې په یوه نوې بڼه احساسوو.

دغه تشبیه موږ ته په لومړي ځل نوې ده، که په رتلونکي کې یې بیاـ بیا تکرار کړو، نو سولېدلې او پرسوده به راته ښکاره شي.زیارکښ لیکوال او شاعر تل هڅه کوي، چې د کلیمو تر منځ نوې اړیکې او ورته والی پېدا کړي، دا کار د دې سبب کیږي چې ادبیاتو ته نوي څه ورکړل شي.

ادبي ژبه د نورو ژبو په پرتله له کلیشې سره ډېر حساسیت مومي، خو په نورو لیکنو او عادي خبرو کې هم چې د ادا بڼه یې زړه وي بې خونده وي.
مثلاً که له کوم ګاونډي سره په کوڅه کې مخامخ شو د سلام تر څنګ به ورته حتماً وایو، چې ښه یې؟
مګر دلته اصل هدف دا نه دی چې ګنې موږ دې د یو چا د سلامتیا کیسه کې یو، بلکې دا هغه جمله ده چې ښایي پخوا به نوې وه، خو اوس د بیا- بیا تکر له وجې د خلکو په ذهنونو کې پرته ده او خلکو ته ژر وریادیږي.
انسانان تل د ناڅاپي پېښو رامنځته کېدو ته ژر او همهاله خبره نشي موندلی او ذهن یې په نوې خبرې رامنځته کولو کې ژر فکر نشي منسجم کولی، نو اړ دی هغه خبره له خولې وباسي چې ژر وریادیږي.
که په تکراري خبرو کې زیاتی ونه کړو ښې لګي، خو که په یوه مهمه وینا کې سولېدلې خبرې بیا بیا راوړو راباندې بدې لګي.د افغانستان د رسنیو خبرونه راته ځکه وچ کلک او سولیدلي ښکاري چې اکثره مطالب یې کلیشه دي.
یا خو څوک د نوښت اراده نه لري لټان دي او یا د نوښت رامنځته کولو سره بلد نه دي.
او نه هم په رسنیو کې د سیاسي بحثونو مرکه کونکي له دې سره بلد دي، چې له زاړه چوکاټه راووځي.
که له یوه چارواکي سره د جګړې په رابطه خبرې کوو لومړی به راته دا خبرې کوي مثلاً: له بده مرغه چې پر افغانانو پردۍ جګړه تپل شوې ده.
او یا هم دا خبره:
افغانستان څلوېښت کاله د جګړې ترخې تجربې څکي.
د دې خبرو په رښتیاوالي کې یې شک نشته، خو اغېزمنې ځکه نه دي چې ډېر تکرار شوي مفهومونه یې وړاندې کړي.
دقیقه خبره نه کلیشه کیږي، خو په کلیشه شوي ځواب کې ښایي ابهام وي.
یوه بل ټکی چې باید په نظر کې یې ونیسو هغه دا چې تکیه کلام هیڅکله کلیشه کېدای نشي، دا ځکه چې کلیشه پر لوستونکو او اورېدونکو اثر پرېباسي، خو تکیه کلام یوازې د عادت له مخې ویل کیږي.کلیشه د خبرو په معنا او ښایست باندې هم منفي اثر کوي
کلیشه د لیکنې څو اړخونو ته زیان رسوي.
لومړی دا چې د مبالغې سبب کرځي، دویم ابهام زېږوي، درېیم معنا بدلوي.
مثلاً: افغانان په جنګ کې زمریان دي.
پورته جمله د مبالغې یو مثال دی.
ورپسې بله جمله چې تل د ابهام سبب کیږي؛ لکه احمد یوه خاصه ځواني لري. خاص راوړل یو ابهام زېږوي.
موږ تل دا فکر کوو چې خاص یعنې له نورو بېل
بې له دې جملې انسانان هسې هم له یو بل نه په جلا بڼو او څېرو پېدا شوي، نو بیا ولې یو کس له نورو خاص وګڼو بې له هغې هم له نورو خاص دی.
یوه بله جمله : نن په کابل کې د احمد جنازه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شوه.
د دې جملې معنا دا شوه، یعنې د احمد جنازه د یو لړ مراسمو په څنډه کې یا ضیمن کې خاورو ته وسپارل شوه.مجازي ژبه، ردیفونه، کیسې، ترکیبونه ، ویناوې او نور د وخت په تېرېدو او د بیا بیا تکرار له وجې کلیشه کېدای شي.
که موږ کلیشه د دې لپاره کارو چې نورو هم کارولې ده، دې ته مزمومه یا بده کلیشه وایو.
خو که له کلیشې نه د طنز په برخه کې کار واخلو، بیا هنري رول لري.
مثلاً سترګې یې داسې غټې غټې دي لکه د غوا
موږ په دغې جمله کې د سترګو په غټوالي تمسخر وکړ او هم مو ورسره تصویر بدل کړ.په پای کې به ووایم چې کلیشه د کرکټرونو سولیدلي افکار، سولیدلي عبارات او سولېدلي فکر د پېژندنې لپاره یو هنري ارزښت هم لري.
موږ د کلیشې غېږې ته ځکه پناه وړو، چې په ذهن کې نوې خبرې نه لرو، د نویو خبرو او الفاظو د ترسیم لپاره څه نه لرو او نه مو ورته ذهن اماده کوو.
پکار ده چې له کلیشې نه د خلاصون لپاره د کلماتو تر منځ نوې اړیکې کشف شي، تازه خبرې وکړو، هڅه باید وکړو چې له تکراري او سولېدلو خبر ډډه وکړو، ځکه چې کلیشه د لیکوال او شاعر د سبک جوړونې او یا ادبي شخصیت جوړونې پر وړاندې لوی خنډ رامنځته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب