یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهد افغانستان لوړه سلنه وګړي د خوړو له کمښت سره مخ دي

د افغانستان لوړه سلنه وګړي د خوړو له کمښت سره مخ دي

تاند ( دوشنبه، د جوزا ۱۷ مه)  د افغان حکومت د معلوماتو له مخې دمګړئ د افغانستان ډېری وګړي د خوړو له کمښت سره مخ دي.

د افغانستان د احصایې ملي اداره وایي، دا مهال په هېواد کې شاوخوا ۶۰ سلنه وګړي چې ۱۹ میلیونه وګړي کېږي د خوړو خوندیتوب نه لري.

د افغانستان د احصایې ملي ادارې د معلوماتو له مخې دا شمېر وګړي د منځنۍ او ډېرې کچې کالوري او پروټینو له کمښت او خوارځواکۍ سره مخ دي.

بې وزلي، بېکاري، جګړې، نا امنۍ او وچکالي په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب نشتوالي بنسټيز لاملونه یادېږي.

د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي، دولت هڅه کوي چې د ملي پروګرامونو په مخته وړلو سره د خوړو د خوندیتوب نشتوالي کچه راټيټه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې نړیوالو موسسو هم ویلي وو چې افغانان د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي او په دې برخه کې بېړنیو نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

1 COMMENT

  1. کور، کالی، ډوډۍ! خو د خلق ګوند غوښتنه وه! خو د اخوانیانو له نظره ډیری افغانان د اسلام له کمښت سره مخ دي چی باید جهاد ورسره وشي. د روزۍ مسول خدای او میکاییل په غاړه دي. خلک دی تشویش نه کوي!!!!!!!۱۱ اخوانیان اوس لر او بر په شر او فساد اخته دي خو خلکو ته ځان ملایکې ښيي! یعنی منافقین ورنه جوړ شوي دي او د کمونستانو غوندې په اسفل من النار کې وي!!!!!!!!!! نو اوس یې فرق نه شته!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب