یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهافغان او امریکایي چارواکي د اړیکو پر نوي فصل خبرې کوي

افغان او امریکایي چارواکي د اړیکو پر نوي فصل خبرې کوي

تاند ( دوشنبه، د جوزا ۱۷ مه)  سرچینې وایي، د خلیلزاد په مشرۍ امریکایي پلاوی به په بېلو برخو کې له افغان حکومت سره د همکاریو ژمنې ولري.

امریکایي رسنۍ وایي چې د خلیلزاد په مشرۍ د امریکا لوړپوړي پلاوي په کابل کې له ولسمشر غني او نورو چارواکو سره کتلي دي.

د راپورونو په حواله، دغه پلاوی به څو ورځې په کابل کې پاتې کېږي او په بېلو برخو کې به له افغان حکومت سره د همکاریو په اړه خبرې اترې ولري.

افغان حکومت کې یوې سرچینې ویلي چې دواړه لوري پر درېیو مهمو برخو، دفاع، بشري مرستو او اقتصادي وده خبرې کوي.

بله خوا سرچینه وایي چې امریکا له افغان حکومت سره په راتلونکو دوو کلونو کې یوازې په نظامي برخه کې د ۳،۳ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه هم تازه کړې ده.

امریکایي رسنۍ وایي د خلیلزاد د ټیم تر ټولو ستره هڅه دا ده چې وکړای شي ژر تر ژره د تاوتریخوالي کچه کمه او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوی وکړي.

خلیلزاد چې تېره ورځ کازل ته راغلی د افغان ولسمشر محمد اشرف غني تر څنګ یې د ملي مصالحي د عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او همدا راز له نورو ګڼو سیاسي مشرانو سره د سولې پروسې او روان وضیعت په اړه خبرې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب