Homeخبرونهپاکستان کې د اورګاډو د ټکر له امله ۸۰ کسانو ته مرګ...

پاکستان کې د اورګاډو د ټکر له امله ۸۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (دوشنبه د جوزا ۱۷) د پاکستان په سیند صوبه کې د اورګاډو د ټکر پېښه کې لږترلږه ۳۰ تنه مړه شوي او تر ۵۰ پورې نور ټپیان شوي دي.

راپورونه وايي دغه پېښه نن سهار د سند صوبې په ګوټکي سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو اورګاډی له کراچۍ نه سرګودهې او بل د پېنډۍ نه کراچۍ ته پر لاره و.

د معلوماتو له مخې د دواړو اورګارډو نږدې ۱۴ ډبې د پټلۍ نه لاندې لوېدلي چې یاده مرګ ژوبله یې اړولې ده.

ویل کېږي اوس هم یو شمېر مسافر د اورګاډو په لوېدلو ډبو کې بند پاتې او ښايي چې د قربانیانو په شمېر کې زیاتوالی راشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....