یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+څرنګه ښه عادتونه ستاسو ژوند بدلولی شي؟

څرنګه ښه عادتونه ستاسو ژوند بدلولی شي؟

آیا ورځني ژوند کې تاسو خوشاله یاستئ که خفه؟ آیا ورځني ژوند کې تل بریالي یاستئ یا  ناکام؟ آیا ژوند کې مو نظم شته؟ آیا وخت کنټرولولۍ شئ؟ آیا په پلان مخکې ځئ؟   د دې ټولو پوښتنو ځوابونو نه مخکې، اوس راځو عادت یعنې څه؟

هر هغه وړې پریکړې چې تاسو یې  کوئ یا ټول هغه کارونه چې په تکراري توګه هره ورځ ترسره کوئ، دې ته عادت وايي. که مو ښه عادتونه درلودل، نوټ وله ورځ  به مو په خوشالۍ تیریږي، او که بد عادتونه لرۍ، نو تل به مو ژوند د مختلفو ستونزو او ناخوالو سره مخ وي، او همیش به خفه یاستئ.

ورځني ژوند کې که خوشال یاستئ که خفه، که بریالي یاستي که ناکامه، که مو ژوند کې نظم وي یا نه، دا ټول ستاسو د عادتونو محصول دی. د ډیوک پوهنتون (Duke University) د یوې څیړنې له مخې ۴۰ سلنه ستاسو ټول سوچونه، فکرونه او ټول کړه وړه چې هر ورځ یې تاسو ترسره کوئ، د عادتونو په اساس ترسره کیږي. لکه: که د شپې وخت ویده کیږې، که سهار وخته پاڅیږئ، که سهار وخته غاښونه برس کوئ ‎، که سهار کې په نهاره یو ګیلاس اوبه څښکئ،که هر ورځ ورزش کوئ … دا ټول ستاسو لخوا ستاسو د عادتونو له مخې کیږي.

ډیر ملایان په جوماتونو کې وايي، که غواړئ چې لمونځ سره عادت شې، نو ۴۰ ورځې لمونځ د جمعې سره وکړئ. اوس اکثره ارواپوهان چې هم کله د کوم ښه عادت سپارښتنه کوي، نو وايي، دا کار تاسو ۲۰ ورځې یا ۳۰ ورځې  تکرار کړئ، نو دا به ستاسو ښه عادت جوړ شي. د عادت لپاره همدا تګ لاره ښه ده، چې په مسلسله توګه تر هغه پورې وشي، تر څو ستاسو عادت جوړ شي.

اوس قلم او کتابچه راوخلئ،  یو لیست جوړ کړئ چې کوم عادتونه ستاسو ښه دي، کو بد ؟ که  کوم بد دي، نو هغه په ښو بدل کړئ. په مثال ډول، دا ستاسو بد عادت دی، چې ناوخته ویده کیږې او سهار وخته نه شې پاڅیدئ. په مسلسله توګه څو شپې وخته ویده شې، او وخته پاڅئ. دا به ستاسو په عادت بدل شي. داسې پریکړې سختې نه دي، خو پیاوړی تعهد غواړي.  همداسې مطالعه نه کول مو بد عادت دی.  که غواړئ مطالعه مو عادت شي، لومړی اونۍ کې  لس دقیقې یا لس پاڼې ولولئ، دوهمه کې ۱۲ پاڼې ولولئ او په دریمه کې ۱۵ او څلورمه کې کې شل پاڼې ولولئ. د وخت په تیریدو يې همداسې لوستل ډیروئ. انشاالله مطالعه  به ستاسوژر عادت جوړ شي.

همداسې ثنا صافۍ وايي، څرنګه کولی شو: لیکل عادت کړو؟

د ورځې ۲۰۰ کلمې ولیکئ په ۳۰ ورځو کې مو عادت کیږي او همداسې ورو ورو لس کلمې ور اضافه کړئ… بلاخر به لیکوالان یئ.

دې وخت کې ډیر ځوانان ډیر شکایتونه کوي، چې موږ د فیسبوک سره روږدي یوو. که غواړئ، فیسبوک استعمال کم کړئ، نو کوښښ وکړئ، چې ځان سره تعهد وکړی، زه باید اونۍ کې یو ورځ بیخي فیسبوک استعمال نه کړم. همداسې بله اونۍ یې دوه ورځې بلکل مه استعمالوئ. یا داسې مهال ویش جوړ کړئ، چې زه فیسبوک یوازې د ماذیګر ۴ بجې او د شپې ۹ بجې استعمالوم، نور به وخت نه ورکوم. همدغه يې د فیسبوک کمولو ښه طریقه ده.

ستر باچاخان بابا اونۍ کې یو یا دوه روژې نیولې او بیا به چرته کوټه کې ځان ته غلی کیناسته، په دې به يې سوچ کاوه چې کوم عادتونه یې بد دي، او هغه به څرنګه په ښو بدلوم. دا پخپله باچاخان بابا په خپل کتاب (زما ژوند او جدوجهد) کې لیکلي.

اوس په اخره کې دومره ویل غواړم، که غواړئ سوکاله، خوشاله او کامیابه ژوند ولری، همدا اوس ځان سره تعهد وکړئ چې څرنګه ښه عادتونه خپل کړم.

فرهاد زهیر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب