تاند (دوشنبه د جوزا ۱۷) د تخار والي عبدالله قرلق ویلي، هغه ۲۴ ملکیان چې د یوه غیر مسؤل وسله وال قوماندان له خوا نیول شوي و بېرته خوشې شول.
قوماندان فتح چې د یوې غیر مسؤلې وسله والې ډلې مشر دی د تېرې شنبې په ورځ یې د تخار د بنګي ولسوالۍ د شینواریو د کلي ۲۴ تنه له ځان سره بېولي و.
قوماندان فتح وروسته له هغې دغه ملکیان برمته کړل چې په شینواریو کلي کې یې د طالبانو په کمین کې ۱۳ ملګري ووژل شول.
له دې وروسته فتح نومي قوماندان د یادې سیمې ۳۳ تنه عام وګړي په دې تور چې له طالبانو سره یې په برید کې مرسته کړې وه له ځان سره یووړل.
د سیمې خلک وایي، قوماندان فتح نهه تنه برمته کسان وژلي دي.
دوی د څلورو تنو جنازې د اعتراض په ډول د تخار ولایت مقام مخې ته وړي او تورې پورې کوي چې والي عبدالله قرلق هم د قوماندان فتح ملاتړ کوي او په وینا یې چې یاد قوماندان د تخار – کندوز پر لویه لار له خلکو په زور پیسې اخلي، ځوروي یې او آن د پیسو نه ورکولو په صورت کې یې وژني.
والي بیا دا تورونه بې اساسه بولي او وايي چې قوماندان فتح یو زور واکی دی چې په وینا یې دی یې د بې وسلې کولو توان نه لري او موضوع به له امنیت شورا سره شریکه کړي.
د غیرمسوول قوماندان موجودیت له طالب نه ډېر مضر تمامیږي . د طالب موخه معلومه ده چې له دولت سره ښکاره دښمني لري . اما غیر مسوول بیا د دولت او ولس دواړو دښمن دی . هغه له غلاوو ، چور ، بې ناموسي نه علاوه د بېګناه انسانانو د ځورولو او وژلو عادت لري ، په ټولنه کې د فساد او ظلم له خپرېدو سره مرسته کوي ، د ولس او دولت ترمنځ د بې باورۍ او فاصلې سبب ګرځي . عام ولس مجبوره کیږي چې د ځان د دفاع لپاره له ټالب او د هغه په شان له نورو سړي وژونکو ډلو سره یوځای شي .