پنجشنبه, مې 16, 2024
Home+د ګوتمۍ یا ساعت په لاس کولو عادت ياست؟

د ګوتمۍ یا ساعت په لاس کولو عادت ياست؟

امنه عزیزي || 

موږ هر یو په لاس یو څه لرو. ګوتمۍ، ساعت، بنګړی یا لاس‌بندی چې یا یو نږدې ملګري/ې را ډالۍ کړې وي او یا مو په خپله خوښه ځان ته اخیستي وي.

میاشتې میاشتې یا کلونه کلونه موږ دا ګوتمۍ، ساعت، بنګړی یا لاس‌بندی پر لاس ساتلی وي او ورسره عادت شوي يو، خو ځینې وختونه په ناپامي کې ناڅاپه يو ځای رانه پاتېږي یا مو د اوداسه پر مهال له لاسه ایستلي وي او یا هم د کومې بلې اړتیا په وخت کې، خو د څو شېبو په تېرېدو احساسوو چې یو څه مو ورک کړي او کله چې مو پام شي په وارخطایي لټه پسې کوو او څو مو چې پیدا کړي نه وي ارام نه کېنو.

ځینې وختونه زموږ دا شیان له موږ بېخي ورکېږي. په یو ځای کې مو له لاسه غورځي، په داسې حال کې چې مو ورته پام شوی نه وي یا خرابېږي او يا د بیا استعمال وړ نه وي.

کله چې موږ هغه څه چې کلونه کلونه مو ورسره لاس عادت کړی وي، ورک یې کړو يا بايلو؛ نو شېبه په شېبه دا حس کوو چې هغه څه چې په موږ ډېر ګران وو یا د یو ګران چا ډالۍ وه، ورکه مو کړه یا خرابه شوه؛ نو ډېر د خپګان او ناارامۍ احساس کوو. هره ثانیه خپل لاس تش حس کوو او شېبه شېبه پرې هماغه څه چې مو ورک کړي وي ګورو، ان لاس مو د یوې تشې او ناارامۍ احساس کوي. هغه لاس راته ډېر بدرنګ ښکاري، ډېر کله خو بیا ځان ملامت ګڼو چې ولې مو ورسره ناپامي کړې.

کله چې موږ د یوه عادي شي چې ورسره مو ډېر عادت کړی له ورک کېدو وروسته څومره د خپګان او ناارامۍ احساس کوو، که له یو انسان سره عادت کېږو، میاشتې میاشتې یا کلونه کلونه مو ورسره اړیکه وي او بېخي ورسره لکه د ګوتې او ګوتمۍ یا لاس‌بندي او ساعت عادت کړی وي او یو وخت مو پرېږدي ځي یا یې په کومه پېښه کې له لاسه ورکوو، څومره بد احساس کوو. کله چې موږ د یوې ګوتمۍ، ساعت یا لاس‌بندي له ورکېدلو وروسته دومره خفه او ناارامه کېږو، بیا د یو عادت شوي انسان له لاسه ورکول او یا یې تلل څومره بد اغېز کولای شي. کله چې یو انسان خپله عادي ګوتمۍ یا بل څه له لاسه ورکول نه شي زغملای، د یوه نږدې چا له لاسه ورکول څنګه وزغمي؟

له انسانانو سره عادت کېدل او له لاسه ورکول یې د عادي ګوتمۍ یا ساعت تر ورکېدلو هم بد دي. زموږ زړه ته د نږدې کس له تللو سره یوازې زړه د یوې تشې احساس نه کوي، بلکې روح مو هم د یو چا د نه شتون، د تشې او له لاسه ورکولو له لاسه ماتېږي. د یوې ښکلې ګوتمۍ یا ښکلي ساعت ورک کېدل به مو یوازې څو اوونۍ یا میاشتې ناارامه او خفه کړي، خو د یو مهم انسان تلل او رانه ورک کېدل یې زموږ زړه او روح د تل په مخه ناارامه کوي. 

هڅه وکړﺉ! 

څوک له ځان سره عادت نه کړﺉ او که یې عادت کوﺉ، د ګوتمۍ او ساعت په څېر ترې مه ورک کېږﺉ، مه یې پرېږدﺉ او زړه او روح یې ماتې ته مه ورکوئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب