Homeخبرونهسمنګان کې د ډبرو سکرو د یوه کان نړیدو پېښې څلور تنه...

سمنګان کې د ډبرو سکرو د یوه کان نړیدو پېښې څلور تنه ووژل

تاند「یکشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۲۵مه」په‏ سمنګان ولایت کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې درې صوف ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د یوه کان نړېدو پېښه کې څلور تنو ژوند بایللی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې مړه شوي کسان د دغه کان کارکوونکو دي.

خبرپاڼه کاږي چې د مړو شوو کار کوونکو جسدونه را ایستل شوي او کورنیو ته یې سپارل شوي دي.

دغه پېښه د یاد ولایت، دره صوف په لیله و قوبي کې رامنځته شوې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې په یاد ولایت کې کان کیندونکي د کان د نړیدو له امله ژوند بایلي، تر دې وړاندې هم لسګونه داسې پېښې شوي دي.

د نظر خاوندان بیا د دې پېښو لوی لامل غیر مسلکي کان کېندنه بولي، چې له امله یې له وړاندې د خطر ارزونه نه کېږي او دوی بیا خپل ژوند بایلي.

دوی وایي، د افغانستان کانونه په پرله پسې ډول د کافي خوندیتوب او مناسبو تجهیزاتو د نشتوالي له امله د خونړیو پېښو شاهدان دي.

د نظر خاوندان زیاتوي، چې دا پیښه یو ځل بیا په کانونو کې د کارګرانو خوندیتوب ته د پاملرنې په اهمیت ټینګار کوي.

1 COMMENT

  1. بس سي ملا په خيټه موړ وي نور د ټول جهان نسکور وي. دغه په وینو لړلې روپۍ مخکي د اشرارو جیبو ته لویدې اوس د طالب جیب ته. دغه بدبخته خلک له مجبوري د مرګ خولې ته ورکوي. الله تعلی ددغه د ولس دښمنان خوار زلیله کړي 🤲😔

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...