تاند「یکشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۲۵مه」د روغتیا نړیوال سازمان او د هغه همکار بنسټ «د روغتیا نړیوال کلستر» اعلان کړی چې د امریکا د مالي مرستو له بندېدو وروسته، په افغانستان کې د ۴۲۲ روغتیایي مرکزونو فعالیتونه درېدلي دي.
یاد بنسټونه په خپل تازه راپور کې وایي چې، د یاد شمېر مرکزونو له تړل کېدو سره د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې تر درې ملیونو زیات خلک له روغتیایي خدمتونو بې برخې شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان او د هغه همکار بنسټ، چې له څو نړیوالو ادارو جوړه شبکه ده ویلي، چې د امریکا د حکومت لهخوا د بشري مرستو د بشپړ تعلیق پرېکړه د خلکو، په ځانګړې توګه د زیانمنو لپاره پر ضروري او ژوند ژغورونکو روغتیایي خدمتونو ناوړه اغېز کړی دی.
یاده پرېکړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ میاشتې د اجرائیوي فرمان له مخې شوې، چې پر بنسټ یې د امریکا ټولې بهرنۍ مرستې وځنډېدې.
نوموړي هغه مهال ویلي وو چې دغه مرستې د امریکا له ګټو سره سمون نه لري.
دا مراکز په درد نخوری ټول فساد خپور کوی. د ښی تداوی لپاره هیواد مونږه ډیر لوړ شخصیتونه لرو چی مریضان باید د هغوی زیارتونو ته ولاړ شی چی یو له هغو څخه د خرند بابا زیارت. بله دا چی ستر، ستر پیران او ملایان لرو دا تعویض او تعویضونه څه لپاره دی؟ همدی لپاره دی چی د مریضانو علاج وسی کنه. افغانستان کی ډاکټرانو ته اصلآ ضرورت نشته همدا وجه چی مشر شیخ هیبت الله آخند په امر مکاتب بند شوی در څو آینده کی ښځینه ډاکټری ونلرو.