سه شنبه, جولای 15, 2025
Homeخبرونهپر اسراییل د ایران ځوابي بریدونو کې له ۲۱۰ تنو ډېر اسرائیلیان...

پر اسراییل د ایران ځوابي بریدونو کې له ۲۱۰ تنو ډېر اسرائیلیان مړه او ټپیان دي

تاند「یکشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۲۵مه」اسراییلي رسنۍ وايي، د ایران په توغندويي بریدونو کې ۱۰ اسرائیلیان وژل شوي او له ۲۰۰ زیات ټپیان دي.

د اسرائیلي رسنیو د راپور له مخې د بریدونو له امله د اسراییل په یو شمېر ښارونو کې ۳۵ تنه لاردکه هم دي، چې لټون یې روان دی.

‏بل لورته ایراني چارواکي وايي، د اسراییل بریدونو له امله له سلو زیات کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.

د اسراییلو په بریدونو کې شاخوا ۳۰ لوړپوړي ایراني نظامي چارواکي او ساینسپوهان هم وژل شوي دي.

وروستي معلومات وايي، چې اسراییل او ایران د شنبې او یکشنبې شپو ورځو کې پر یو بل د بریدونو نوې څپه پیل کړې چې له امله یې د جګړې وېره نوره هم زیاته شوې ده.

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د اسراییل په تازه بریدونو کې د ایران پوځي تاسیسات او دفاع وزارت هم په نښه شوي.

بله خوا د ایران سپاه پاسداران وايي، چې په تازه بریدونو کې یې د اسراییل د جنګي الوتکو د تېلو ذخیرې په نښه کړې دي.

1 COMMENT

  1. چی لس زره هم مړه شوی وی د یوه ایرانی سیاینس پوه جبران نشی کولی. ایران یی ختم کړه د اسرایلو وژنه هیڅ حقیقت نلری. په والله ور څخه خلاص شی لږ صبر وکړی دا ځلی به ملایان یو، یو په نوبت سره مرداریږی ستاسو ښځی غیی له اسلامی حمارت سره. د الله ج د احکامو خلاف مو فرمانونه صادر کړی، هم به پدی دنیا زلیله شی او هم به په آخرت لکه سپی د جهنم خوراک شی ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

په کابل کې د کتاب دوه ورځینی فیستوال پرانیستل شو

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۳ مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطالعې ارزښت ته د پاملرنې او په ټول هېواد کې د...