ویښ سئ، د ایران او اسراییلو له جنګه پند او تجربه واخلئ، له ایراني اخوندانو یې زده کړئ. نور د ژړي ډبې وظیفه ختمه او وخت ئې تېر دۍ. وینئ چې جنګ د جېټ الوتکو، توغندیو او ډرون جنګ دۍ. پر هیواد او خلګو زړه وسوځئ. دا ستاسو هیواد او خلګ دي. ستاسو د ننني عمل ثمره به سبا ستاسو اینده نسلونه اخلي. چي کرې هغه به رېبې. مه کوئ خدای ته وګورئ ښه فرصت په لاس درغلی دی. معقوله ګټه ځني واخلئ. فکر وکړئ، ګریوان ته سر ټیټ کړئ چي تاسي څه کوئ او د چا په ګټه یې کوۍ؟
که رشتیا د خلکو او هیواد ابادي او سرلوړي غواړئ، له نړۍ سره سیالي غواړئ نو علمي بنسټونه مو غښتلي کړئ، هلکانو او نجونو ته د لېسو او پوهنتونو دروازې خلاصي کړئ، تشویق ئې کړئ، شرایط ورته اماده کړئ، تخنیک او تکنالوجي ته لار پرانیزئ، ولس خوشحاله وساتئ، ملي وحدت او ملي اقتصاد پیاوړی کړئ.
صفوف مو متعهد کړئ چي موږ علم، هنر، تکنالوژي او د ژوند نورو سهولتو ته ضرورت نه لرو موږ هغه دنیا غواړو.
دا په کوم آیت او حدیث کي راغلي دي چي ته نن په عزت او شرافت کي ارام، پر ځان بسیا او سرلوړی ژوند مه کوه؟
که داسي وي نو په لوکسو موټرانو کي هم مه سپرېږۍ. اوښان درته ودروۍ او په طیارو کي هم سفرونه مه کوۍ، موبایل تلیفونونه هم له ځانو لیري کړۍ. په لوکسو قصرو کي هم مه اوسېږۍ خېمي ودروۍ.
ایا تاسي متوجه یاست چي په کوم منطق او په کوم عمل د هغه دنیا دعوه کوۍ؟
ایا تاسو ته نده معلومه چي د محشر پر میدان قاضي الله دۍ، ایا تاسو نه پوهېږۍ چي د زړو مالک خدای دۍ؟
لطفآ زما د جنت او دوږخ ټېکه داري مه اخلۍ، نه زه ستا په ګور درننوزم نه ته زما په ګور راننوزې. زه پوه سم الله مي. زه چي پیدا سوم په غوږ کي مي ازان سویدۍ، د پلار او نیکه څخه مسلمان یم. د خدای په پار اسلام او افغانان په نړۍ کي مه تجریدوۍ، تاسي د خپلو افغانانو حال ښه وینۍ چي ډیري بدي ورځي او بې عزتۍ ئې ولیدې. که زړه سوی کوۍ، د خپل ولس سره مینه لرۍ نو عزت ئې وساتۍ، د بل د احتیاجه ئې وباسۍ. او دا کار په دعا او تکبیر نه کیږي بلکه په علم، هنر او تکنالوجي باندي کیږي…
آخ د ژړو ډبو یارانو څه وکم. پر لیکنه مي قلم خورا تېز روان وو، ښه ئې لیکل، د زړه خواله مو کول. خو کله چي ناببره د پیر محمد کاکړ بیت را یاد سو قلم انډیوالي پرېښول. ول ستړی سوم. ما ول سمه ده پرې بې ږدو خو بیت راسره واوره چي وایي:
نصیحت پر سخت دِلو اثر نه کا
بېهوده پیر محمد سر وهي له سنګ