جګړه که طبعیت، تپنه، مجبوري یا هوس هم وي، سوال دا دی، چې د اوسنی متمدنې او مهذبې نړۍ خوا او زړه یې ولې سوړ نه کړای شو؟ څومره چې دا هوسونه او مجبورۍ زېږي، په همدومره کچه یې د جنګ و تشدد لمبې ژبغړاندې او لا پسې تودېږي. بشر له یوه طرفه ظلم، زور او وحشت سره مخ دی، بل طرف د طاقت، وسلو او وسیلو د بشري تهذیب او تمدن پر هغه پرمختیا چلیپا راښکله، چې نړۍ یې د زرګونو کلونو ارتقا او ساینسي لاسته راوړنه بولي، که رښتیا همداسې وي، ولې د طاقت تعریف او پېژاند د جنګ د جګړو په اوزارو حسابېږي؟ ولې د زورورو اوبه په بره خېږي؟ علم کوم علم؟ ساینس کوم ساینس؟ نړۍ کومه نړۍ؟ دا یوازې یو څو پوښتنې نه دي، بلکې دا د نړۍ د اوسنيو قوتونو د محور هغه مباحث، تعریفونه او ډسکورسونه دي، چې بلکل د یوه استحصالي، استعماري او جنګي موسم او نظام په ایجاد او رغونه کې یې ونډه اخیستې او دنیا یې پر یوه غیر متوازنه سیالۍ، لومړیتونو اړولې ده.
څوک داسې دي؟ چې له دې ارزښتونو دې منکر وي؟ خو شته داسې موارد چې منکرینو ته یې د استدلال او دلایلو لارې پرانیستې، حال دا چې هیڅ استدلال داسې نه شي کېدای، چې دې مواردو ته دې په همدې تناظر کې خپل طبعي منطق پيدا کړای شي، اصلاً ټوله جګړه همدا په (زه او ته، په زر او زور) ده، ایا ساینس به دا هم حل کړای شي یا په بله مانا ساینسي انسان دا زور هم ترلاسه کولای شي؟ چې د مساواتو او زور په ویش ځان او بل قانع کړای شي؟ ممکن همدا ځای وي، چې موږ ټوله بشري کتله په شته مهذبه او متمدنه نړۍ کې هم په یوه بشري ورکه پسې سرګردان یو. زه دلته شعوراً ټوله بشري کتله ځکه یادوم، چې د نړۍ د اولې، دویمې او درېیمې نړۍ تخصیص او تعریف هم زموږ خپل نه دی؛ بلکې استحصالي یا د استاد رفیع په اصطلاح زبېښاک دی، چې دوی په همدغه ویشنه ځان مهذب او موږ ته د غېر مهذب ګومان او فکر کوي، حال دا چې موږ مجموعاً اسحتصال شوي یو؛ خو د بشري فکر او سوچ وړتیاوې مو یو دي، د شرق او غرب انسان د فکر او فهم له درکه یو ډول ظرفیت لري. دا بیا بېله او بله خبره ده، چې موږ چا د دوی په څېر ارام او هوسا نه یو پرېښي او په یوه بل ناتمامه عمل یې مصروف ساتلي یو.
دا خبره د خپلو کم ظرفیو او بې خونده ناغیړیو لپاره نه توجیه کوم، بې شکه داسې داخلي موارد به هم ډېر وي، چې موږ یې خپله قصوروار او علتونه وو او یو؛ خو د یو منطق په توګه نړۍ د خپلې لاسته راوړنې، لورونې او په ویش څومره صادقه او ټولمنلې او قانع ده، چې نه یې د جنګونو کمۍ شته او نه یې د بل د لاندې کولو هوس کمزورۍ شو، بده یې لا دا چې د نورو پر استعمار د هغوی ظرفیتونه د همداسې لوبو او جنګونو په زور ورشنډ او استحصال کولو هم ځان اړه نه ویني؛ نو په دغسې دلایلو خو بنده ویلی شي، چې رښتیا هم د اوسنیو ټولو بشري لاسته راوړنو او په هغې د قبضې او اجارې تصور، زور او تعریف د همدې ځانګړیو قوتونو په لاس، قبضه او قدرت کې دی. کوم څه چې د دوی په ګټه وي، هغه که سیمیز قوتونه وي او یا خارجي همغه سم او روا دي او هغه چې دوی ته یې ګټه نه رسېږي او یا یې د زور شان و شوکت ورسره کمېږي، ناروا، نابود او غېر مشروع دي، بیا جنګ هم روا شي، جنګي موسم هم جوړ کړای شي، استدلالونه هم د دوی په طبعه او ګټه تراشل کېږي، چې دا یو طرفه او غېر متوازن نړیوال او بشري قوت د نړۍ ټول او مجموعي هغه ارزښت ته زیان رسوي، چې موږ یې په اوسنی ژبه او ارزښت له پخواني هغه سره متمدن او باتهذیبه بولو. مانا دا چې همدا معاصر قوتونه دوی (مهذبو او متمدنو) استحصال او خطر کې اچولي دي.
که داسې نه وي، دنیا ولې د جګړې په تکل د یو او بل په ځپنه او استبداد راوتلې، چې له سیاسي، فکري، علمي و تاریخي او فرهنګي مسایلو تر جغرافیوي، کلتوري او سیمیزو رقابتونو پورې مداخلې کوي، نه یوازې مداخلې؛ بلکې د اور او جهنم یوه داسې ناتمامه او نه برداشت کېدونکې منظره وړاندې کوي، چې بشریت په کې په یوه خورا مظلومه او بې وسه څېره ولاړه او اوبه اوبه ده.
د جنګي اوزارو د تمایل مقابله همدا اوس د نړۍ تر ټولو لوړ او مهم تمایل دی، د هر علم، سرګرمۍ او بوختیاوو تمرکز او لومړیتوب همدا څه دي، چې د ارزښتونو ماهیتونه یې منحرف کړي دي، حتی د علم په څير د یوه بشراساس او نړیوال ارزښت هم په کې محفوظ نه دی، د یوې محتاطې اندازې له مخې دا وخت نړۍ د بارودو په یوه ډېري بدله شوې ده او که پرې ناست خلک یې احتیاط ونکړي؛ ممکن د ۱۲ دوولس دقیقو په سرعت دا هر څه د اور او لمبو خوراک شي. همدغه ځای دی، چې انسان د انسان د لېوه په مانا بنده پوهولی شي. تراوسه د جنګي ماهرینو په وینا هیڅ اټکل نه شي کېدای، چې د جنګونو سرعت او اندازه په څومره قوت او قیمت د انسان په لاس او کنټرول کې ده؛ خو د تباهیو او بربادیو انجام یې له همدغه څه پرته بل څه نشي کېدای.
خبرې د مظلومو مملکتونو ګڼل او زور د سرزوریو که د مسالې حل وای؛ نو نن خو باید چې جګړې د جنګونو د خاوندانو هغه عزت او ابرو خو ساتلې وای، چې د بشرضد په کومې کټګورۍ کې یې د سرغړونکیو نوم او نښان نه وای، دا یې جګړه ګټلې!! دا به یې لا څوک ومني، چې سره له دې دومره ادعاوو یې دا هر څه د اور د وحشت و لمبو خورک ته درولي دي؟ د نړې هیڅ کومې جګړې بشري ګټه ځکه نه ده راوړې چې جګړه سترګې نه لري د ارزښتونو د پېژندنې شعور یې نشته او بلا اخره د انسان په نامه هیڅ کوم څه نه پېژني او پر یو ناتمام شر او شور یې اړولی ریکارد پروت دی.
سره له دې چې موږ به د نورو پر جګړو د ویر او اوښکو تویولو توان او فرصت نه لرو؛ ولې تر بل هر چا یې د درد زور او تاوان ښه درک کولای شو، د تېرې یا روانې پېړۍ تر ټولو اوږدې جګړې هم ممکن موږ لېدلې وي؛ خو بیا هم د خپلې بشري او انساني جولۍ غوړونې او بشري کرامت ته په درناوي، پر هیڅ اړخ یا خواو د خپل انسان ضد طبعیت خوا نه سړوو او جنګ یو مردود عمل بولو. دا د پښتون شاعر امن غږ و، چې د همدې بیت د منځپانګې سیالانو او قوتونو زموږ په سرونو قیمتونه او بولۍ لګولې وې، زموږ خاوره او وجود یې راته اور ګرځولی و؛ خو زموږ غږ بیا هم دا و:
ځار دې امریکا له روسه، روس دې ځار له چینه شي
غواړمه چې ټوله دنیا مینه مینه مینه شي
جنګ که د لویو قدرتونو او قوتونو هوس هم وي، خو دا یاد ساتل پکار دي، چې جنګي اندازې کله هم یو طرفه نه وي، د نړۍ د ټولو جنګونو همدا نامه او جامه هم کافي ده، چې خاوندان یې هېڅکله بشرطبعیته او انسان دوسته نه وو او دي. د لویو قدرتونو د جنګونو د خاوندانو له اخیستنې او چلن بنده اسانه زده کولای شي، چې دوی ته جګړه د بل په مقابل کې څومره ارزښت لري، په نورو يې په څومره بېرحمانه ډول تپلی شي او ځان څنګه د زور او اجارې حقدار بولي، د خیر او خیال په غونډۍ ناست مغروره جنګيالیو ته د پردیو جګړې څومره اسانه او د کچۍ ګوتې کار دی، د جګړې د بدو عواقبو ترڅنګ د جګړې ضد اوزار پېژندل او د زور او قوت معاصر مفاهیم د نننیو جګړو همداسې یو پيغام دی، چې لوی جنګونه د همدغه اهدافو لپاره ترسره کېږي، چې نور، واړه، متقابل او نوي قوتونه وخوري.
د اسرایلي او ایران ریاست د تازه جګړې یو بل پیغام دا هم دی، چې موږ ته د جګړو د هیئت او ماهیت تمیز راپیژني، چې د نړۍ اکثریت جګړې د همداسې یوه زور او قوت لپاره ترسره کېږي؛ نه ټولې جګړې مذهبي وي او نه یې هدف ټول په ټوله فکري او عقیدوي محورونه او لومړیتونه لري، یعنې د زور او قوت نوی تصور هم د دې جګړو د پېژندونو په اصل او مهمو قوتونو کې یو دی. علم، ټیکنالوژي، ساینس د هغه توجیه له مخې مردود نه شو ګڼلی، چې د ناروا او نا مشروع قوتونو په لاس کې په نامشروع طریقه کارول کېږي؛ بلکې د همدې ناسمې طریقې لامله یې اهمیت هایجک شوی دی، کنه په اوسمهالیو قوتونو کې چې د همداسې یوه متقابل زور او قوت سیال نه وې؛ مانا یې دا چې (ته یا زه) نشته یې!!
کاش د معاصرو علومو او قوتونو د زور اوسیالۍ تمرکز دغسې بشر او انسان ضد زیان او تاوان نه لرلی. د مهذبې او متمدنې نړۍ دغه ادعا نور د همداسې جنګي موسمونو او قوتونو د سیالۍ له مخې نشته، ځکه چې دوی په همدغسې یو قیمت ته غاړه ورکړې. تهذیب او تمدن د جنګي موسمونو متضاد عمل او عکس دی، چې بې شکه همدا ټولې انساني او بشري ادعاوې یې رښتیا هم نفي کړې.
سلامونه،
اصل خبره د څو سوه ملیونرانو او څو زره بلیونرانو ده چې د سلاحو(د زور وسیلو) فابریکې ېې باید مشتریان ولري او په یو ډالر کې ۲۰۰فیصده ګټه وکړي! ؛هغه د زه او ته قصه خو صدیقي صیب پورته تللې ده.
بل د نیو-کولونیالیزم یا نوو ځمکو غصبولوسیالۍ ده اودځمکې لاندې او باندې(که له باروتو او میزایل سرګلولو ژوندئ ووځي!!) شتمنیو چور او تالان او د پنځمو ستونونو په جاسوسیو د ولسی حکومتونونسکورول او….
دینونه یی هم د دنیا لپاره دام جوړ کړي—غولوي پرې احمقان د مخلوقات!”رحمن بابا”
زه وایم:
فارس دې وخوري ازرایل ، اسراییل دې وڅټي ایران!
چې له یو فساده غزه خلاصه د دا بل شر نه سُنیان!!!!