سه شنبه, جولای 15, 2025
Homeروغتیاد پښو تلو سوی، علت او چاره؟

د پښو تلو سوی، علت او چاره؟

پوهنيار ډاکټر فضل‌حليم عرب‌زی
د پښو تلو سوی یو عامه ستونزه ده چې مختلف علتونه لري.
سوی یا سوزش معمولاً د پښو په تلو کې د ګرمښت، درد، بې حسۍ یا سوځېدنې په ډول احساسیږي. ډېری وخت دا ستونزه د شپې له خوا رامنځته کیږي.
د پښو د تلو د سوي احتمالي علتونه په لاندې ډول دي:
۱. په عصبي ریښو کې مشکل
شکر: د شکر په ناروغانو کې عصبي ریښې زیان مومي چې د تلو د سوي عام علت ګڼل کیږي.
د الکولو څښل: اوږدمهاله الکول څښل د اعصابو د تخریب لامل کیږي.
د ویټامین B12 کمښت: اعصابو ته زیان رسوي.
د تایروید غدې د فعالیت خرابوالی
۲. د وینې په جریان کې خرابوالی
د پښو یا بدن نورو برخو ته د وینې خراب جریان سوی پیدا کوي.
۳. د پوستيکي ناروغۍ یا فنګسي انتانات
د پښو د تلو فنګسي مکروب هم سوی او هم خارښت دواړه پیدا کوي.
۴. د پښو د زیات کار یا فشار له امله
اوږد مزل، دروند کار، یا د مناسب بوټ نه استعمال د تلو د سوزش لامل کیږي.
د تلو د سوي نښې نښانې:
د پښو تلو ګرموالی یا سوځیدنه.
درد.
ځینې وختونه خارښت، یا بې‌حسي هم لیدل کیږی.
نښې اکثره د شپې زیاتېږي چې په پښو کې د نارامي احساس تر څنګ د خوب د خرابوالي سبب کیږي.
د تلو د سوي تشخیص:
د وینې معاینه (شکر، B12، تایروید غدې فعالیت).
د عصبي ریښو ازموینه.
د پوستکي معاینه که د فنګسي نارغۍ شک موجود وي.
د وینې د جریان معلومولو ازموینې.
د تلو د سوي درملنه:
۱. د علت مطابق درملنه
شکر: د وینې شکر کنټرولول.
ویټامین B12 کمښت: همدا ویټامین د خولې یا پیچکارۍ له لارې اخیستل.
فنګسي انتان:فنګسي ضد کریم یا ټابلیټونه (لکه clotrimazole، terbinafine) اسعمالول.
۲. د سوزش ارامول
پري ګابا لین د لږ وخت لپاره کارول کیږي.
د درد ضد درمل: پاراستامول یا آیبوپروفین هغه وخت کارول کیږي جي د سوي ترڅنګ درد موجود وي.
یخ (سوړ) کمپرس: د موقتي راحت لپاره په سړو اوبو لمده ټوټه د پښو په تلو ایښودل کیږي.
کیپساسین کریم : ځینې وختونه د عصبي ریښو له امله رامنځته شوي سوي لپاره کارول کیږي.
۳. کورني تدابیر
هره ورځ پښې په یخو اوبو کې ډوبول (10-15 دقیقې).
د مناسب هواداره بوټانو استعمالول.
د پښو پاک ساتل.
د پښو پورته کول د وینې جریان ښه کوي.
نوټ:
د نکریزو استعمالول یا تلې په تیلو غوړول ګټه نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

کوبیزم په انځورګرۍ کې| ژباړه: اسدالله بلهارجلالزی

کوبیزم مخکې له دې چې ادبیاتو ته دننه شي، په انځورګرۍ کې را څرګند شو. هغه مهال چې لا هم د شلمې پېړۍ په...