تاند (یکشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۵ مه) په تهران کې د افغانستان سغارت (چې د طالبانو تر ادارې لاندې دی) په یوه خبرتیا کې په ایران کې دېره افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی چې له هغو سیاسي او امنیتي موضوعاتو ځانونه لیرې وساتي چې په ایران کې حساس بلل کېږي.
په دې خبرتیا کې، چې عنوان یې «خبرداری او سپارښتنه» دی، ویل شوي چې پوځي مرکزونو ته نژدې کېدل، په عامه ځایونو لکه بازار، مترو یا ټکسي کې د سیاسي یا مذهبي موضوعاتو په اړه خبرې کول، یا په مجازي فضا کې د حساسو موضوعاتو په اړه فعالیت کول، کولای شي د بد برداشت یا حتا د ایران د امنیتي ځواکونو له لوري د نیولو سبب شي.
د افغانستان سفارت له ایران مېشتو افغانانو همداراز غوښتي چې په مظاهرو کې ګډون ونه کړي، د وروستیو بریدونو یا سیاسي مسایلو په اړه بحثونه ونه کړي، او د پېښو د تعقیب لپاره یوازې له رسمي او باوري سرچینو استفاده وکړي.
همداراز په خبرتیا کې ټینګار شوی چې د ایران د قوانینو او لارښوونو مراعاتول د افغان مهاجرینو د شخصي امنیت لپاره حیاتي ارزښت لري.
ایران دا مهال د میلیونونو افغان مهاجرو کوربه دی، او د وروستیو سیمهییزو تحولاتو په رڼا کې، د دوی وضعیت تر پخوا حساس شوی دی. افغان سفارت ویلي چې د دې خبرتیا هدف د احتمالي خطرونو مخنیوی او د افغان مهاجرینو د امنیت خوندي کول دي.