جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهله امریکا د عراق غوښتنه او پر خرم اباد د اسراییل برید

له امریکا د عراق غوښتنه او پر خرم اباد د اسراییل برید

یکشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۵ مه)

بغداد: امریکا دې د عراق له فضا د اسراییلي الوتکو د تېرېدو مخه ونیسي

د عراق حکومت د شنبې په ورځ له متحدو ایالتونو وغوښتل چې د اسراییلي جنګي الوتکو له لوري د عراق د هوایي حریم د کارولو مخه ونیسي، څو پر ایران بریدونه ترسره نه کړي.

د عراق د پوځ ویاند، صباح النعمان، په یوه بیان کې وویل:
«د عراق حکومت له متحدو ایالتونو غواړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لاسلیک شوو موافقو پر بنسټ خپل مسوولیتونه ادا کړي، او د اسراییلي الوتکو له خوا د عراق د حریم بیا سرغړونې مخه ونیسي.»

اسرائیل وايي په خرم‌آباد کې یې د ایران پر یوه توغندويي ښارګي برید کړی

د اسراییل پوځ اعلان کړی چې د شنبې په ورځ یې د ایران د لورستان ولایت په مرکز خرم‌آباد کې یوه تر مځکې لاندې پوځي اډه په نښه کړې، چېرې چې له مځکې‌ څخه مخکه ویشتونکي توغندي او کروز توغندي ساتل کېدل.

د پوځ ویاند، افي دفرین، خبریالانو ته ویلي:
«دا یوه مهمه پوځي اډه ده چې پخوا د ایران د رژیم له خوا د تبلیغاتي ویډیوګانو په ترڅ کې نندارې ته وړاندې شوې وه.»

د هغه اشاره د سپاه پاسداران هغو ویډیوګانو ته وه چې څو میاشتې وړاندې خپرې شوې، او ویل شوي و چې دا تر مځکې لاندې یوه خورا خوندي اډه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...