سه شنبه, جولای 15, 2025
Homeخبرونهد ایران په بېلابېلو ښارونو کې د هوايي دفاع سیسټمونه فعال شوي

د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د هوايي دفاع سیسټمونه فعال شوي

تاند (یکشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۶ مه) د شنبې په ماښام، هم ایرانۍ او هم اسراییلي رسنبو راپور ورکړ چې د اسراییل د هوايي بریدونو نوې څپه پیل شوې، چې تمرکز یې پر تهران دی، خو بندرعباس او د اصفهان اتومي تأسیسات هم ویشتل شوي دي.

د «انتخاب» ویب‌پاڼې له مخې، د تهران، اصفهان او بندرعباس په ښارونو کې د هوايي دفاع سیستمونو د فعالېدو غږ اورېدل شوی دی.

تسنیم خبري آژانس هم راپور ورکړی چې د کرمانشاه، غربي آذربایجان، لورستان او خوزستان ولایتونو کې هم د دفاعي شبکو فعالیت دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ د لوېدیځو ولایتونو او قم په شاوخوا کې «یوه لویه ډله کوچني بې‌پیلوټه الوتکي (ریزه ډرونونه)» مشاهده شوي وو.

په ورته وخت کې، د اسراییل د پوځ ویاند افي دفرین د شنبې په شپه وویل:
«د هوايي ځواک پیلوټان خپلو پرله‌پسې بریدونو ته دوام ورکوي، او تهران د بریدونو اصلي هدف دی؛ هغه ښار چې د یوه وژونکي تروریستي رژیم کوربه دی، چې د لوېدیځې نړۍ لپاره لوی ګواښ بلل کېږي.»

هغه زیاته کړه: «ایران لا هم داسې وړتیاوې لري چې کولی شي اسراییل ته درانه زیانونه واړوي.»

له بلې خوا، د ایران دولتي تلویزیون د شنبې په ماښام اعلان وکړ چې د ایران له خوا پر «صهیوني رژیم» باندې دروند او ویجاړوونکی غچ اخیستونکی برید د نژدې ساعتونو خبره ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د ځانگړي‌سبک خاوند شاعر مطیع‌الله تراب غمجنه مړینه

آصف بهاند په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې د ځانگړي سبک خاوند شاعر مطیع‌الله تراب له ژوند، د ژوند له ناخوالو، گران افغانستان سره...