سه شنبه, جولای 15, 2025
Homeخبرونهډونالډ ټرمپ: د ایران او اسراییل جګړه باید پای ته ورسېږي

ډونالډ ټرمپ: د ایران او اسراییل جګړه باید پای ته ورسېږي

تاند (یکشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۵ مه) د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، ویلي چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره موافق دی چې د ایران او اسراییل ترمنځ روانه جګړه باید ختمه شي.

ټرمپ د شنبې په ورځ، له پوتین سره تر تلیفوني تماس وروسته، په خپله خواله رسنۍ “Truth Social” کې په یوه پوسټ کې ولیکل: «ولسمشر پوتین نن سهار تماس ونیوه څو زما د زوکړې مبارکي ووایي، خو تر هغه مهم دا و چې د ایران په اړه وغږېږي – هغه هېواد چې نوموړی یې ډېر ښه پېژني.»

ټرمپ زیاته کړه: «موږ اوږدې خبرې درلودې. د روسیې او اوکراین پر موضوع لږ تمرکز وشو، خو دا به راتلونکې اوونۍ دوام ومومي. هغه اوس د اسیرانو د تبادلې چمتو شوی پلان پر مخ وړي، او ګڼ شمېر اسیران به ژر تبادله شي.»

د امریکا ولسمشر وایي دا تماس شاوخوا یو ساعت دوام وکړ، او پوتین هم «زما په څېر باور لري چې د اسراییل او ایران جګړه باید ختمه شي. ما هم دا توضیح ورکړه چې خپله جګړه (اوکراین) باید پای ته ورسوي.»

1 COMMENT

  1. ALLAL WILL HELP WITH IRAN/ GHAZA AND PURE MUSLIMS
    WHERE ARE TWO FACE TURKEY/ EMARAT.BEN SULMAN PAKISTAN THEY ARE MUNAFAQEEN

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

کوبیزم په انځورګرۍ کې| ژباړه: اسدالله بلهارجلالزی

کوبیزم مخکې له دې چې ادبیاتو ته دننه شي، په انځورګرۍ کې را څرګند شو. هغه مهال چې لا هم د شلمې پېړۍ په...