تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۴ مه)
نتانیاهو: ډېر ژر به د اسراییل جنګي الوتکې د تهران په فضا کې ووینئ
د اسرائیل صدراعئم بنیامین نتانیاهو نن (شنبې) ماښام وویل: «ډېر ژر (په راتلونکو ساعتونو کې) به موږ د تهران پر اهدافو برید وکړو، او د اسراییل جنګي الوتکې به ډېر ژر د تهران په اسمان کې ښکاره شي.»
نتانیاهو خبریالانو ته وویل: «موږ به د آیتاللهوو د رژیم پر هر مرکز او هدف برید وکړو.»
د هغه په وینا، د اسراییل هدف دا دی چې له ایران څخه راولاړ دوهګونه ګواښونه ـ یعنې اتومي او بالستیک توغندي ـ خنثی کړي. «موږ د ۹۰مې دقیقې حالت ته رسېدلي وو؛ د ایران اتومي ټیمونو هڅه کوله چې اتومي بم جوړ کړي، چې موخه یې د اسرائیل تباهي وه.»
هممهاله، د اسراتیل یوه لوړپوړي استخباراتي چارواکي د شنبې په ورځ فاکسنیوز ته ویلي: «ایران له نور ناببره وضعیت سره مخامخ شي.
ده زیاته کړې چې د اسراییل د استخباراتي معلوماتو له مخې، ایران دا مهال شاوخوا دوه زره بالستیک توغندي لري، او ښایي په راتلونکو دوو کلونو کې دا شمېر اتو زرو ته ورسوي. دا هم یو له هغو عمده لاملونو څخه و چې اسرائیل د جمعې سهار وختي د برید پرېکړه وکړه.
ایران له امریکا سره خبرې لغوه کړې
د ایران د بهرنیو چارو وزارت له امریکا سره سبانۍ (یکشنبې) خبرې لغوه اعلان کړې
د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، د اروپا د بهرنیو چارو مسوولې، کایا کالاس ته په ټېلفونی تماس کې ویلي دي: “د ایران او امریکا ترمنځ د نامخامخ مذاکراتو دوام تر هغو چې د صهیوني رژیم ظلم او وحشت دوام لري، بېمفهومه دی.”
هغه همداراز د اتومي انرژۍ نړیوالې د ادارې د شورا وروستي پریکړه لیک چې د ایران د سولهییز اتومي پروګرام په اړه د درې اروپایي هېوادونو او امریکا په ملاتړ وړاندې شو، د صهیوني رژیم لپاره د ایران د اتومي تاسیساتو پر ضد د تخریبي اقداماتو لپاره پلمه او زمینه برابروونکی وباله.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي، هم په یوه خبري ناسته کې وویل چې د مذاکراتو راتلونکي دور لغو شوی دی.
ښاغلي بقايي زیاته کړه: “زموږ اوسنی تمرکز د دښمن د تېریو په وړاندې مبارزې ته دی.”
هغه همداراز وویل: “په دې شرایطو کې به له هغه اړخ سره په خبرو اترو کې برخه اخیستل چې د تېري کوونکي لوی ملاتړ او همکار دی، بېمعنا به وي.”
د فردا موتور د موټرجوړولو په فابریکه کې چاودنه
د بروجرد ښار په فرداموتور په نوم د موټر جوړولو پر فابریکې د اسرائیل له لوري برید شوی دی.
د دې فابریکې د عامه اړیکو دفتر په یوه خبرپاڼه کې تایید کړې چې یادې فابریکې د اسرائیل د «توغندويي برید» له کبله اور اخیستی دی.
د ایران او اسرائیل ترمنځ د پوځي نښتو په دوهمه ورځ، د ایران پر یو شمېر ښارونو لکه تبریز، کرمانشاه، زنجان او د کرج شاوخوا سیمو باندې د اسراییل له لوري بریدونه شوي دي.
زیلینسکي هیله لري چې اسراییل د ایران د ډرون جوړولو وړتیا له منځه یوسي
د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زیلینسکي، هیله څرګنده کړې چې د اسراییل بریدونه د ایران د بېپیلوټه الوتکو (ډرون) د تولید تجهیزات له منځه یووړلی شي.
ښاغلي زیلینسکي ویلي چې د ایران او اسراییل ترمنځ شخړه ښايي د کییف د پوځي ملاتړ د کمېدو پای سبب شي.
خو هغه دا هیله هم څرګنده کړې چې د اسرائیل بریدونه به د ایران د ډرون جوړولو وسایل او تاسیسات له منځه یوسي. روسیه په اوکراین کې د جګړې لپاره د ایران پر ډرونونو تکیه کوي.
د اوکراین ولسمشر همداراز ویلي، د امریکا د مرستو د احتمالي قطع کېدو له امله د اروپا ملاتړ هم ورو شوی دی.
ښاغلي زیلینسکي خبرداری ورکړی چې د منځني ختیځ د شخړو له امله د تېلو د بیو د لوړېدو احتمال شته، او دا کار کولی شي د روسیې د جګړې د تمویل سبب شي.
د اسراییل پوځ د خپلې یوې جنګي الوتکې د نسکورېدو خبر رد کړ
د اسرائیل پوځ په خواله رسنۍ، “ایکس ” (X) کې په یوه خپاره کړي پیغام کې د ایران د پوځ د عامه اړیکو هغه ادعا رد کړې چې ګواکي د اسراییل یوه F-35 جنګي الوتکه یې نسکوره کړې ده.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: «د ایران د پوځ او د رژیم اړوند رسنیو ادعاوې چې ګواکې جنګي الوتکې د ایران په فضا کې نسکورې شوې، بل دروغ دی.»
تر دې وړاندې، د ایران پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي و: «د جنګي الوتکې پیلوټ اپه پراشوت کې کښته شوی خو تر اوسه یې برخلیک معلوم نه دی او پلټنې روانې دي.
پرون هم ایران د اسراییل د یوې جنګي الوتکې د ویشتلو ادعا کړې وه خو اسراییل د ایران ادعا رد کړه.
د تهران د سوځولو په اړه د اسراییل خبرداری
د اسرائیل دفاع وزیر، اسرائیل کاتس، خبرداری ورکړی چې که د ایران د توغندویي بریدونو لړۍ دوام ومومي، «تهران به وسوځي.»
کاتس د اسراییلي پوځي چارواکو په یوه غونډه کې ویلي: «د ایران دیکتاتور خپل ولس برمته کړی او داسې شرایط یې رامنځته کړي چې په ترڅ کې به، په ځانګړې توګه د تهران اوسېدونکي، د اسراییلي ملکي وګړو پر ضد د دې جنایتکارانه برید درنه بیه ورکړي.»
نوموړي دا هم زیاته کړې چې که ایران خپل بریدونه ونه دروي، نو اسرائیل به سخت او بېساری غبرګون وښيي.
امریکا، بریتانیا او فرانسې ته د ایران خبرداری
ایران خبرداری ورکړی چې که امریکا، بریتانیا او فرانسه د اسرائیل ملاتړ وکړي، نو پوځي اډې او کښتۍ به یې په سیمه کې په نښه کړي.
رویټرز خبري آژانس د ایران د دولتي رسنیو له قوله راپور ورکړی چې تهران د امریکا، بریتانیا او فرانسې چارواکو ته دا پیغام ورکړی چې له اسرائیل څخه د ایران د احتمالي غچ اخیستنې پر مهال باید د اسرائیل ملاتړ ونه کړي.
د راپورونو له مخې، ایران ویلي که دا درې هېوادونه د اسرائیل ملاتړ وکړي، نو تهران به یې نظامي اډې او سمندري ځواکونه چې په سیمه کې ځای پر ځای دي، وولي.