سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeکلتورسینماعامرخان – عامرخان ته ماته ورکړه! / راپور: عبدالحق سمون

عامرخان – عامرخان ته ماته ورکړه! / راپور: عبدالحق سمون

د عامرخان تازه فلم PK په هندي سينما (باليووډ) کې نوي رېکارډونه ټينګ کړل. PK فلم چې د 2014 ز. کال د ډسمبر مياشتې په 19 نېټه بازار ته راووت، تر اوسه پورې په يوازې په دوه اوونيو کې شاوخوا 544 کروړه هندي روپۍ (87 ميليون امرېکايي ډالر) لاسته راوړي دي.

په دې فلم سره عامرخان د خپل پخواني فلم Dhoom:3 د زياتې ګټې رېکارډ مات کړ. همداشان له هند څخه دباندې هم ياد فلم د زياتې ګټه کولو له کبله په سرکې ځای لري. د عامرخان Dhoom:3 فلم چې په 2013 ز. کال بازار ته راوتی و تراوسه پورې په 542 کروړه هندي روپيو (85 ميليون ډالرو) سره د ډېرو ګټه کوونکو هندي فلمونو په سر کې ځای درلود، چې دا ځای اوس د عامرخان بل فلم (PK) نيولی دی.

که څه هم چې د هند په ځينو ايالتونو کې خلکو ددې فلم پر وړاندې لاريونونه وکړل او ځينو يې د فلم د نندارې پر وړاندې د خنډکېدو ګواښ هم کړی و, خو له دې سره هم ياد فلم ترټولو فلمونو زياته ګټه وکړه.

لکه چې يادونه وشوه دې فلم Dhoom:3 ته په ماتې ورکولو سره اوسمهال د باليووډ تر ټولو زيات ګټه کوونکو فلمونو په سر کې ځای لري. همداشان د زياتې ګټه کوونکو فلمونو په ډلبندۍ کې دويم او درېم ځای هم د عامرخان دوه نور فلمونه (Dhoom:3 او 3 Idiots) لري. له دې څخه دا څرګندېږي چې عامرخان د باليووډ ترټولو مخکښ ستوری دی.

PK فلم راجکُمار هراني لارښود او چمتو کړی دی او لوبغاړي يې عامرخان، سنجي دت، انوشکا شرما، بومن ايراني او نور دي. ددې فلم کيسه د يوه بېګانه موجود (Alien) په اړه ده چې ځمکې ته د خپل ماموريت لپاره راکوزېږي او د يوه ټلوېزونۍ ژورنالېسټې سره اشنا کېږي. دا بېګانه موجود د خلکو له خوا د PK په نامه نومول کېږي. دا د هراني لومړنی فلم دی چې د عامرخان لپاره پکې د چمتوکوونکي (Producer) په توګه څرګندېږي. هراني د عامرخان سره په ګډ کار کې پخواهم يو بل په زړه پورې فلم (3 Idiots) نندارې ته وړاندې کړی و چې هغه مهال يې د باليووډ ټول فلمونه په شا تمبولي وو او د زياتې ګټه کوونکو فلمونو په سر کې يې ځای خپل کړی و.

لکه څنګه چې په راتلونکو اوونيو کې بل کوم نوی فل بازار ته نه راووځي، د فلمي چارو شنونکي اټکل کوي، چې ياد فلم به 600 کروړه هندي روپۍ (100 ميليون ډالر) لاسته راوړي چې دا به د خپل ډول لومړنی او نوی رېکارډ وي.

د يادونې وړ ده چې PK فلم د اتارپرادېش او بِهار په ايالتونو کې د ماليې پرته (Tax free) نندارې ته وړاندې شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب