دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهتېره میاشت ۴۴ ټنه نشه يي توکي نیول شوي

تېره میاشت ۴۴ ټنه نشه يي توکي نیول شوي

تاند:( سې شنبه ،د ميزان ۵مه)‏ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي چې په تېره میاشت يې په ۳۲ ولایتونو کې ۲۹۳ عملیات کړي، چې په پایله کې یې څه د پاسه ۴۴ ټنه نشه يي توکي کشف او ضبط شوي دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالنافع ټکور نن دا هم وویل،چې په وروستۍ يوه مياشت کې د هېواد په کچه ١١٦٩ بېلابېلې جرمي پېښې شوي چې له دې جملې ٨٨١ پېښې د دوی د پوليسو له خوا کشف او پېژندل شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې؛ د يادو پېښو په تړاو ١٦٢١ تورن او شکمن کسان نيول شوي او دوسيې يې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

ټکور زیاتوي چې یاد کسان د تښتونې، وژنې، وسله والې غلا، جنسي تېری، غصب، ترافیکې پېښې، له الکولي مشروباتو د استفادې، د نشه يي توکو د قاچاقو، جعلکارۍ، دوکه ورکولو، ټپي کولو، د غیرقانوني وسلو د لېږدولو او له کورونو د تېښتې پر مهال نیول شوي دي.

همدا رنګه څه د پاسه ۵۰ ډول ډول وسلې، مهمات او تجهیزات، الکولي مشروبات او یوه اندازه نشه يي توکي د طالبانو امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

دی وايي چې په یاده موده کې، د هېوادوالو څه د پاسه پنځه زره غوښتنلیکونه او مکاتیب چې جرمي مسوولیت یې نه لاره، اجرا شوي او هره ورځ سلګونه مکاتیب، استعلامونه او پېشنهادونه هم اجرا کېږي.

د ټکور په خبره د طالبانو له بیا واکمنېدو تر اوسه، څه د پاسه ۷۶۴ زره پاسپورټونه وېشل شوي چې له دې درکه ۴ میلیارده ۴۶۶ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي. دغه راز ۴۵۰۰ ویزې بهرني اتباعو ته ورکړل شوي چې له دې لارې څه د پاسه یو میلیون امریکايي ډالر عواید راټول شوي دي.

د ټکور د څرګندونو له مخې؛ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو يې، په تېره یوه میاشت کې، د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ۲۹۳ عملیات ترسره کړي چې په پایله کې څه د پاسه ۴۴ ټنه نشه يي توکي لکه: هیروئین، اپین، چرس، ښیښه، الکولي مشروبات، کیمیاوي مواد، نشه يي ګولۍ او تخمیر شوي ممیز کشف او ضبط شوي دي.

په دغو عملیاتو کې د نشه يي توکو د پروسس اته کارخونې ویجاړې شوې او تر۵۰ زره هکتاره ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې ده. همدا رنګه په نشه يي توکو تر ۵۰۰ روږدي کسان راټول او روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

عبدالنافع ټکور وویل چې په تېره یوه میاشت کې د طالبانو د پولیسو له لسو تعلیمي مرکزونو څخه ۶ زره پولیس تر مسلکي زده کړو وروسته فارغ شوي او څه د پاسه ۸ زره نور پولیس په تعلیمي مرکزونو کې په مسلکي او حرفوي زده کړو بوخت دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب