لیکوال: رحمت شاه فراز
۱) سریزه:
حق څه شی دی؟ د حق سرچینه څه ده؟ حق د چا له لوري چاته ورکول کېږي؟ دا خبره څه معنا لري، چې دا زما یا ستا حق دی؟ د حق سرچینه څه شی ده؟ په ټولنه کې د حق په اړه دود شوی نظر تر کومه بریده سم دی؟ آیا دین د حقونو سرچینه کېدلی شي؟ آیا د یو چا یا یو څه پر حق باندې بل څوک واک او تسلط درلودلی شي؟
په دغه لنډه لیکنه کې په همدې پورتنیو پوښتنو خبرې شوې. د پخوا برخلاف، په یوویشتمه پېړۍ کې د حقونو پر سر شخړو او احتجاجونو ډېر زیات زور نیولی. که یوې خوا ته په لویدیځه نړۍ کې د ښځو له لوري د کار او مقام مساوي حقونو لپاره غږ پورته کېږي، نو ورسره د همجنسبازانو او نورو جنسونو له لوري هم وخت په وخت لاریونونه کېږي او په ډېر ټینګار سره يې د خپلو حقونو د غوښتلو نعرې لوړېږي. د حقونو غوښتلو ماجرا اوسمهال اسلامي هېوادونه هم ښکېل کړي او د دغو سیمو بانفوذه طبقې یې اندېښمنې کړې دي. په اسلامي هېوادونو کې د حقونو لمنه تر کار، مقام او معاش ډېره پراخه ده او په ځان کې د زدکړو بې خنډه حقونه، د حجاب پر سر ناندرۍ، د خپل بدن په تړاو د تصمیم واک او دا ډول ګڼ نور اړخونه را نغاړي.
د لویدیځو هېوادونو بالعکس، په اسلامي هېوادونو کې یوه لویه لانجه د حقونو د سرچینې په اړه ده. هغه طبقه چې ځان مظلوم او خپل حقونه خوړل شوي ویني، د حقونو لپاره په یوه سرچینه زور ورکوي، خو په مقابل کې يې په بانفوذه طبقې سربېره، حاکم مذهبي فکر او منلی تصور د یوې بلې سرچینې په اړه وعظونه کوي. د سرچینې پر سر دغه بنسټیز اختلاف، د دې سبب شوی، چې د دواړو لوریو ترمنځ یو واحد بستر ته لاره نه هوارېږي او دغه ربړه د هوارېدو پر ځای ورځ تر بلې پسې زور نیسي.
په دې ټوله زمینه (context) کې ډېر د افسوس ځای دا دی، چې په دغه برخه کې د بصیرت او قلم څښتنان پټه خوله پاتې دي او د دې زړورتیا (او هڅه) نه کوي، چې د دغه موضوع تل ته ورشي او دواړه لوري د استدلال او بنسټ– سپړنې له لارې ډاډه کړي او خپلو تېروتنو ته يې متوجه کړي.
د دې چوپتیا یو لوی لامل، له دې موضوع سره ژور ټولنیز حساسیت هم کېدلی شي.
د حق مفهوم: د حق د تعریف او پېژندنې له ګڼو لارو څخه یوه اسانه يې دا ده، چې وګورو، دغه کلمه موږ په خپلو ورځنیو خبرو اترو کې په کومه معنا استعمالوو. د دغو خبرو په تجزیه موږ د حق په اړه یوه واضح تصور او مفهوم ته رسېدلی شو. دا چې پر حق تیوریکي او نظري بحث موږ د حق په رښتیني او پرېکټیکل مفهوم نه پوهوي، نو دلته له یاد شوي پرېکټیکل میتود نه استفاده کوو.
موږ په خپلو عادي خبرو کې وایو چې، «دا زما حق دی.» د ارواپوهنې له مخې، ماشوم د خپل ژوند په لومړنۍ دوره کې ځانغوښتونکی وي او «دا زما دی» ترې ډېر اورېدل کېږي. ماشوم په دغه دوره کې حق نه پېژني، خو آیا یو څه د ځان ګڼل د خپل حق غوښتنې غږ نه دی؟ د ماشوم خبره له هغه شي سره د عاطفي تړاو (یا ممکن د حسد) په بنیاد شوې وي، خو حق په عاطفه پورې تعلق نه لري، بلکې یوازې یو عاقل موجود د «حق» غوښتنه کولی شي.
موږ چې وایو، «دا زما حق دی»؛ نو د دې خبرې معنا دا ده، چې موږ د یوه کار د کولو یا له یوه شي څخه د استفادې اجازه او واک په لاس کې لرو. د دې په مقابل کې چې موږ وایو، «دا د هغه حق دی»؛ نو له دې خبرې زموږ موخه دا وي، چې زه باید هغه ته د یو څه د کولو یا له یو شي څخه د ګټې اخیستنې اجازه ورکړم او د هغه واک ته غاړه کېږدم.
د حق په هکله زموږ د ورځنیو خبرو یوه بله بېلګه دا ده چې، «زموږ حقونه خوړل شوي دي.» د دې خبرې عمومي معنا دا ده، چې موږ ته اجازه نه ده را کول شوې یا زموږ واک تروړل شوی دی.
موږ په خپلو خبرو کې دا هم وایو، چې «ستا حق هېڅ څوک هم نه شي خوړلی.» په دې ځای کې موږ د حق څښتن ته یو داسې څه منسوب کوو، چې هغه «یو څه» د ده د حقونود خوړل کېدو مخه نیسي.
خو کله چې موږ په خپله ورځنۍ محاوره کې دا خبره اورو چې، «حق ورکول کېږي نه، بلکې اخیستل کېږي.» نو په دې ځای کې داسې برېښي، چې د حق د ترلاسي جګړه باید پخپله د حق څښتن (مستحق/right-holder) وکړي او هغه «یو څه» بل څه نه دي، بلکې پخپله هغه مستحق شخص (واحد/entity) ده.
له پورتني بحث او تحلیل څخه یو واقعیت پوره روښانه کېږي، چې د حق سرچینه له انسان څخه بهر ده، ځکه موږ چې اجازه غواړو، یا دا منو چې حق خوړل کېدلی هم شي او یا د حق د ترلاسي لپاره جګړې ته لاس اچولی شو، نو دا په دې معنا ده، چې د حق سرچینه «مقابل لوری» یا «بل» ده.
د حق تیوریکي او نظري بحث راته وايي، چې حقونه په دوه ډوله دي:
یو طبیعي حقونه دي، مثلاً د ژوند حق؛ دغه حق یوه ژوندي موجود ته د فطرت له خوا ورکول شوی. د دې برعکس، موږ قانوني (حقوقي) حقونه لرو، چې هغه د قوانینو او حقوقي سیسټم له لوري راکول کېږي، لکه د رایې اچونې حق. په دې دواړو ډولونو کې بیا هم وینو، چې حق «راکول کېږي»، یعنې زموږ خپله شتمني نه ده، بلکې «مستعار» شی دی، چې یو وخت رانه اخیستل کېدلی شي.
په دې ځای کې مهمه او زموږ په بحث پورې اړوند پوښتنه دا ده، چې څوک (یا څه) موږ ته حقونه راکوي او څوک دا «اجازه او واک» لري، چې بېرته یې رانه واخلي؟
د دې پوښتنې د ځواب لپاره باید د حقونو په سرچینو وغږېږو.
الف) تاریخي بستر
حقونه د لومړني انسان له پیدایښت سره هم مهاله نه دي رامنځته شوي، بلکې د تاریخ په بستر کې منل شوي او چې بشري تاریخ را مطالعه کوو، نو ورسره د حقونو تدریجي منځته راتګ هم پکې احساسولی شو. د حق مسئله هغه وخت را پورته کېږي، چې کله موږ «یو کار» یا «یو څه» پخپل زیان یا ګټه وینو. په دې ځای کې به یوه مثال ته تم شو. له احمد سره یو بوتل اوبه دي. احمد چې اوبه څښي، تنده يې ماتېږي او په دې ډول ګټه ورته رسوي، نو احمد اوبه د ځان حق ګڼي. دې ته له یوه بله اړخه هم ګورو، محمود د احمد پر اوبو برید کوي. د دغه برید په نتیجه کې احمد ته زیان رسېږي، نو له همدې امله احمد تل د خپل بوتل په تړاو وايي، چې «دا زما حق دی.»
داسې نه ده، چې د یوه کار یا یوه شي تصور چې رامنځته شوی، نو ورسره د هغه کار یا شي حق هم منل شوی دی. د «رایې اچونې» تصور ممکن د انسان له وجدان، فردي تعقل، ټولنیز تعقل او یا د تاریخ په بستر کې رامنځته شوی وي، خو د رایې اچونې «حق» د دې تصور له رامنځته کېدو سره هم مهاله نه دی منل شوی، بلکې په وروسته وختونو کې دې ته غاړه ایښودل شوې، چې «رایه اچونه» د ټولنې د یوه فرد سالم حق دی.
ب) نړیوال کنوانسیونونه:
د بشر یو شمېر حقونه، د تاریخي بستر په اوږدو کې، په نړیوالو کنوانسیونونو او نړیوالو تعهدلیکونو او قراردادونو کې منظور شوي دي. هر انسان ازاد خلق شوی دی، هېڅ څوک د چا غلام نه دی. په دې اساس، انسان په خپلو کړنو کې هم ازاد دی او ممکن د همدې ازادۍ له مخې، انسان له نن نه زرګونه کاله پخوا په دې پوه شوی وي، چې د بیان ازادي د ده/دې په ګټه یا زیان ده او په دې اساس، یو حق یې دی. خو د یوه بشري حق په حیث، د بیان ازادۍ د حق منل کېدو تاریخ ډېر زوړ نه دی.
ج) نړیوال دود او دستور:
یو شمېر بشري حقونه چې یو وخت يې د نړیوالو ټولنیزو دودونو او دستورونو بڼه درلودله، نن ورځ په نړۍ کې د سالمو حقونو په توګه منل شوي دي. په دغه سرچینه کې د یوې ټولنې ملي دود، دستور، کلتور او فرهنګ هم راتللی شي؛ او په یوه ټولنه کې یو دود، یا د یوه دود یوه اطلاقي برخه د حق په ډول منل کېدلی شي. له دغه اړخه که وګورو، نو پخپله یو ملي دود او دستور د یوې ټولنې لپاره او بالمقابل یو نړیوال دود او دستور د نړۍ لپاره د یوه حق حیثیت لرلی شي، ځکه هر دود ټولنې یا نړۍ ته ګټه او یا زیان رسوي.
له پورتنیو دریو سرچینو پرته، هر هغه څه چې پر بشري حقونو غږېږي، هغه یوازې د یوه حق د روښانوونکي او واضحوونکي حیثیت درلودلی شي، خو د حق سرچینه نه شي کېدلی؛ د بېلګې په ډول، یوه اخلاقي تیوري، سیاسي فلسفه، انفرادي تفکر، الهامي او غیرالهامي ادیان، مذهبي ارشادات او داسې نور د یوه حق مثبت او منفي یا ښه او بد اړخونه روښانه کولی شي، خو د حقونو په لیست کې کمونه یا زیاتونه نه شي کولی.
د دې یو لوی لامل دا دی، چې د حق د تسلیمولو پر مهال دا نه کتل کېږي، چې دغه حق له یوې اخلاقي تیورۍ یا اخلاقیاتو سره همغږي/ټکر لري او که نه، بلکې حق د ګټې او زیان په معیار منل کېږي.
که محمود له تندې مري، نو ممکن اخلاقي تیوري راته ووايي، چې احمد باید خپلې اوبه محمود ته ورکړي، خو د حقونو فلسفه راته وايي، چې دا پرېکړه په بشپړ ډول د احمد په واک کې ده، چې خپلې اوبه محمود ته ورکوي او که نه.
د اسلام مفهوم: په دغه لیکنه کې له اسلام څخه زموږ مطلب، قرآن کریم او سنت دی. قرآن کریم، د الله تعالی اخري کتاب دی، چې په خپل پیغمبر حضرت محمد ص یې نازل کړی. سنت له آدم څخه تر محمد ص او بیا د تر نن ورځې مسلمانانو پورې د تواتر په ډول را نقل شوی شریعت دی.
له قرآن او سنت پرته، اجماع او قیاس په دین باندې د پوهېدو لپاره له ګڼو لارو څخه دوه لارې دي، چې په دې ځای کې د اړتیا په صورت کې ممکن له اجماع او قیاس څخه یوازې د پوهاوي وړ آلې په ډول استفاده وشي.
د ښځې مفهوم: ښځه یو ازاد او خپلواک مخلوق دی، چې فطرت له خپلو خصوصیاتو او ځانګړنو سره خلق کړی. د خپلو ګڼو مشترکو ځانګړنو له مخې، ښځه د بشري نوعې یو ډول یا بڼه ده او د ګڼو جنسونو په ډله کې د نارینه د جنس ضد یا مقابل جنس ده او د نارینه په څېر، له نورو جنسونو سره یو شمېر مشابهتونه او اختلافات لري. د تېرې جملې یوه بله پایله دا هم ده، چې ښځه د بشر د ګڼو جنسونو په منځ کې یو جنس دی.
ښځه د بشري نسل د تکثیر طبیعي او فطرتي وسیله ده، چې په دغه برخه کې نارینه هم د یوې وسیلې رول لري. د بشري نسل د تکثیر لپاره له ګڼو لارو استفاده کېدلی شي، خو ښځه یې طبیعي وسیله ده او بله دا چې د نارینه له شتون پرته ښځه په یوازې ځان دا کار نه شي کولی.
۲) د ښځو حقونه
«د حق مفهوم» تر عنوان لاندې بحث کې موږ دې نتیجې ته ورسېدلو، چې د حقونو سرچینې درې دي؛ تاریخي بستر، نړیوال کنوانسیونونه او نړیوال دود او دستور. په دې اساس، د بشري نوعې د هر جنس حقونه به هم له همدې درې ادرسونو ټاکل کېږي او د حق ورکونې، غوښتنې او تروړنې یوازیني ادرسونه همدا درې دي؛ په دې معنا چې که ښځې ته حق ورکول کېږي، نو له همدې درې ادرسونو به ورکول کېږي، که ترې اخیستل کېږي، نو یوازې یاد درې ادرسونه یې ترې اخیستلی شي او که یې ښځه غوښتنه کوي، نو باید همدې درې ادرسونو ته مراجعه وکړي.
د دې ترڅنګ، موږ په خپل بحث کې دا هم وویل، چې له یادو درې سرچینو پرته، بله هره اخلاقي تیوري، سیاسي فلسفه، الهامي او غیرالهامي ادیان او داسې نور یوازې د حقونو د تفسیر او تبیین په توګه رول لوبولی شي. له بده مرغه، د اسلامي هېوادونو یوه لویه بدمرغي دا ده، چې په هغو کې اسلام یا مذهبي فکر هم د حقونو سرچینه ګڼل کېږي او د هر دوهم عالم له خولې دا خبره اورېدل کېږي، چې اسلام ښځو ته پلانکی او پلانکی حق ورکړی. دغه راز، یو لوی شمېر دیني علماوو خپل ګرانبیه وخت په دې ضایع کړی، چې د اسلام په مصادرو کې د ښځو حقونه ثابت کړي. د دغو علماوو په دغو پنډو کتابونو کې یوازینی استعداد دا لیدلی شو، چې د تأویلاتو او تعبیراتو په مټ يې یو آیت یا د حدیث یوه برخه په داسې ډول تاو کړې او مروړلې وي، چې عام لوستونکی د لیکوال استعداد ته ګوته په غاښ پاتې وي.
د موضوع له حقیقت او واقعیت څخه ناخبره دغه علماء هېڅ کله د دې موضوع په اساس او بنسټ پسې سر نه ګرځوي، بلکې هغه څه چې مخې ته يې پراته وي او له اسلافو ور پاتې وي، هماغه په یوه نوې بڼه او نوي رنګ کې تر خپلو تنبلو لوستونکو پورې رسوي او په بدل کې يې د شهرت، نوم او پیسو په بڼه امتیازات ترلاسه کوي.
خو که د دغو علماوو لیکنو ته یوه حقیقت پسندانه کتنه وشي، نو د ځیرک لوستونکي لپاره د وخت له ضیاع او په ځینو مقاماتو کې د خندا وړ خبرو پرته بل هېڅ هم نه لري.
قرآن کریم هېڅ کله دا ادعا نه ده کړې، چې انسان ته يې پلانکی او پلانکی حق ورکړی دی او یا يې یو حق نه دی ورکړی؛ بلکې دا یوازې د همدې علماوو تأویلات دي، چې د عامو لوستونکو اذهان يې په زهرو لړلي دي. د قرآن کریم ویناوال، الله تبارک و تعالی، له دې ډېر سپېڅلی او لوړ دی، چې هغه څه چې په نړۍ کې ترمخ لا منل شوي او یا به په راتلونکي کې ومنل شي، د هغو په هکله لارښوونې وکړي.
د دغو علماوو د کاذبو تأویلاتو له کبله نن ورځ اسلامي ټولنې له دوو اړخونو له ناګزیره تباهۍ سره مخ دي، چې باید مخه يې ونیول شي:
لومړی، د تعریف شویو حقونو د تعریفونې تباهي:
دغو علماوو له قرآن کریم څخه د حقونو د استنباط لپاره یو داسې میتود کارولی دی، چې د هغه حتمي پایله دا راوځي، چې د حقونو نورې ټولې سرچینې باطلې دي او یوازینۍ سرچینه يې د دوی تأویل او تفسیر دی. د دغه تأویل او تفسیر په نتیجه کې که ښځو ته حقونه ورکول کېږي او که بېرته ترې اخیستل کېږي، نو ښځې يې باید په پټه خوله ومني او خپل غږ باید پورته نه کړي. دغه علماء چې د ښځو لپاره کوم حقونه له قرآن څخه استنباطوي، د هغو لیسټ اوږد دی، خو موږ به يې یوازې پر یو څو ډولونو خبرې وکړو. د بېلګې په ډول، دوی وايي، چې اسلام ښځو ته د واده حق ورکړی او په مقابل کې يې نارینه ته د دې حق ورکړی، چې د ښځې د ولي یا سرپرست په توګه د هغې د واده بشپړ تصمیم په خپل لاس کې واخلي. حال دا چې، د واده حق تر اسلام مخکې هم ښځو درلوده. اسلام یوازې د واده لپاره یوه لاره وړاندیز کړې او د حقونو خبره يې په هېڅ مقام کې نه ده مطرح کړې.
په دغه لیسټ کې یو بل عنوان په میراث کې د ښځو حق دی. د تاریخ یو عادي زده کوونکی هم پوهېږي، چې په میراث کې د ښځو د حق تصور په هره ټولنه او هر تمدن کې پالل شوی. د اسلام یوه لویه ښېګڼه دا ده، چې د میراث د وېش لپاره یې یو نوی میتود بیان کړ. د دې هېڅ کله دا معنا نه ده، چې اسلام ښځو ته په میراث کې حق ورکړ، بلکې یو منل شوی حق يې روښانه او عملي کړ.
دغو علماوو په اسلام کې د ښځو د زدکړو او کار حق هم په ډېر زړه نا زړه ډول په خپلو کتابونو کې بیان کړی؛ د دې لامل دا دی، چې په قرآن کریم کې د ښځو د تعلیم په هکله اصلاً هېڅ یادونه نه ده شوې او د حیرانتیا ځای نه دی، چې د نارینه وو د تعلیم یادونه هم نه ده پکې شوې. د دې لامل دا دی، چې تعلیم او زدکړه د انسان یو داسې حق دی، چې د یوه الهامي کتاب یادونې ته اړتیا نه لري او الله تعالی، چې عالم او حاکم ذات دی، دغه ټکی له همدې امله نه یادوي. د اسلام تر راتګ له مخه لا، د ښځو او نارینه وو لپاره د تعلیم، زدکړو او کار حق منل شوی وو. خو که دغه علماء د قرآن کریم د تأویل او تفسیر پر مهال، یوازې د هغه مهال عربي ټولنه په نظر کې نیسي، نو دا که له یوې خوا د دوی تنګ نظري ښيي؛ نو له بل لوري د تحقیق او څېړنې له میتودونو سره يې د نابلدتیا ښکارندويي هم کوي.
بل خوا، تر پیغمبر کېدو له مخه پخپله نبي کریم ص هم د یوې ښځې کارمند وو او رئیسه يې ښځه وه؛ نو دا څنګه امکان لري، چې له بعثت وروسته دې نبي کریم ص، حضرت خدیجې رض ته ووايي، چې اوس دې چې اسلام قبول کړ، نو د تجارت حق دې هم ومونده؟ آیا دا ډول خبرې د خندا وړ او د نبي کریم ص په نبوت پسې د ملنډو په معنا نه دي؟ (العیاذ باالله)
دویم، د نویو حقونو لپاره د نه ګنجایش تباهي:
هغه حقونه، چې د تأویلاتو او منطق په زور له قرآن کریم څخه استنباط شي، د دغو علماوو لپاره یوازې هماغه حقونه د مسلمو او ثابتو حقونو حیثیت لري. خو په نړۍ کې چې ورځ تر بلې نوي حقونه منل کېږي، د هغو پر مخ يې خپلې دروازې په بشپړ ډول تړلې دي، چې له هغې ډلې څخه د ښځینه او نارینه جنس ترڅنګ، د نرښځي (bisexual)، نارینه همجنس باز (gay)، ښځینه همجنس باز (lesbian) او جنس – بدل (transgender) جنسونه د یوه طبیعي واقعیت په توګه منل ښودلی شو.
اسلام بې له شکه د همجنس بازۍ خلاف دی او د دغو جنسونو ترمنځ جنسي روابط ناروا او حرام دي، خو د ټولنې د یوه واقعیت په توګه منل يې د اسلام د رښتیني روح یوه غوښتنه ده. د دغو جنسونو د نه منل کېدو یو لوی سبب د دوی ترمنځ د جنسي اړیکو حراموالی دی، خو هغسې چې د ښځینه او نارینه جنسونو ترمنځ د یو شمېر جنسي روابطو د مخنیوي لپاره لارې چارې په نظر کې نیول شوې، په همدې ډول د دغو جنسونو روابطو ته هم یو مشروع چوکاټ او لاره جوړېدلی شي.
LBGT (د یادو څلورو جنسونو لنډیز) یو داسې توپان دی، چې که پر وخت يې مخه ونه نیول شوه، نو ټوله ټولنه ورسره له منځه وړلی شي.
له دغه ډول نړیوالو واقعیتونو سترګې پټول، یا په زوره ځپل او یا له یوې مخې انکار ترې کول یو درد هم نه دوا کوي، بلکې یوه نوي چیلنج ته غاړه ورکول او یوې ستونزې ته حل لاره لټول علمي، عملي او عقلاني روشونه دي.
۳) پایله:
بشري حقونه د تاریخ په بستر، نړیوالو کنوانسیونونو او نړیوالو او ملي دودونو او دستورونو کې تعریفېږي. یوه اخلاقي تیوري، سیاسي فلسفه، سیاسي نظام، فردي تفکر، الهامي او غیر الهامي ادیان، ډله ییز تأویل او تفسیر د حقونو سرچینه نه شي کېدلی. د دې ترڅنګ، هغه څه چې د بشري حقونو په توګه منل شوي، پر هغو هېڅ فرد، ډله یا بله معنوي اتارټي واک او صلاحیت نه لري، بلکې دغه قوانین چې له کوم ځایه تعریف شوي دي، د مسخه کولو واک او اجازه يې هم یوازې هماغه ادرسونه لري.
د ښځو کوم حقونه چې نن ورځ د اسلام پر مصادرو باندې د تکیې له مخې استنباط کېږي، په اصل کې د یو ډله جاهلو علماوو خپل ځاني تأویلات او تفسیرات دي، چې د اسلام له مصادرو سره هېڅ اړخ نه لګوي. د دغو تأویلاتو دوه تباه کوونکي نتایج دا دي، چې تعریف شوي حقونه له سره تعریفېږي، چې په دې ډول د هغو حقونو تاریخ، سرچینه او واک مسخه کېږي او د دغو حقونو واک یوې ډلې یا فرد ته په لاس کې ورځي، چې بیا به هره ښځه یوازې د تأویلاتو او تفسیراتو په زنځیرونو کې بندي وي. دوهمه تباهي يې دا ده، چې نویو حقونو ته ځای نه پاتې کېږي، چې په دې ډول له یوه اړخه له نړۍ سره زموږ اړیکه د تضاد په تار کې ښکېلېږي او له بله اړخه د یو لوی شمېر انسانانو حقونه تر پښو لاندې کېږي.
د لیکنې په پای کې د LGBT جنسونو په اړه خبره وشوه، چې دغه ډله باید د ټولنې او طبیعت د یوه واقعیت په توګه ومنل شي او د هغوی روا حقونو ته دې نظام او ټولنه هلې ځلې وکړي. هغسې چې د نارینه او ښځینه جنس ترمنځ یو شمېر کړنې ناروا ګڼل شوې او د مخنیوي لپاره یې ډول، ډول لارې چارې طرحه شوې، په همدې ډول د LGBT لپاره هم پر یوه چوکاټ او سیسټم کار کېدلی شي.
پای