شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد هلمند ۳۶جګړه ځپلي ښوونځي د څو موسسو له لوري رغول کیږي

د هلمند ۳۶جګړه ځپلي ښوونځي د څو موسسو له لوري رغول کیږي

تاند:( سې شنبه ،د ميزان ۵مه)‏ د هلمند د پوهنی ریاست لپاره د طالبانو مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د یونیسف او ARC موسسې په مالي ملاتړ د ۳۶ هغو ښوونځیو ودانۍ بیا رغول کيږي چې د تېرو جګړو پر مهال یې ودانۍ تخریب شوې دي.

د هلمند لپاره د طالبانو د پوهنې رئیس مولوي محمد عوض انصاري وویل چې د دې ولایت په شمالي ولسوالیو کې د ۳۶ هغو ښوونځیو ودانۍ بیارغول کېږي چې د جنګونو پر مهال ویجاړ شوي دي.

انصاري وایي چې د سنګین ولسوالۍ یوه له هغو ولسوالیو څخه ده، چې په تېرو شلو کلونو کې د خونړيو جګړو مرکز وو.

د طالبانو د شل کلنې جګړې پر مهال د ډېرو پښتنو ولايتونو په یو شمېر سیمو، په خاص ډول د جنوبي ولایتونو په ډېرو سيمو کې د طالبانو د ممانعت او جګړې له امله ځینې ښوونځي ويجاړ شوي او زده کوونکي يې اوږده موده له زده کړو بې برخې وو.

اوس د دغو سیمو هلکان د زده کړو په بیا زمینه برابریدو یې خوشاله دي، خو نجونې لا هم د طالبانو له لوري زده کړو ته له نه اجازې لرلو شکایت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب