شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهط-انو د هوايي چلند پخوانی مشر هېواد ته له بللو وروسته بندي...

ط-انو د هوايي چلند پخوانی مشر هېواد ته له بللو وروسته بندي کړی

تاند:( سې شنبه ،د ميزان ۵مه)‏ د ملکي هوايي چلند د ادارې د پخواني لوی رییس محمود شاه حبيبي کورنۍ وايي،چې طالبانو نوموړی له شاوخوا یوې نېمې مياشتې راهيسې بندي کړی،چې دوی یې تر اوسه له برخليک څخه نه دي خبر.

د نوموړي ورور احمد شاه حبيبي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي،چې طالبان د هغه د نيولو لپاره یو ځل په داسې مهال کور ته ورغلي وو،چې کور کې نارينه نه وو او دوی سره له دې هم کور ته ننوتي او له ښځو څخه ېې د حبيبي ځینې کاري وسايل وړي وو.

محمود شاه حبيبي څو مياشتې مخکې د طالبانو د اړیکو د کمیسیون په بلنه هېواد ته ستون شوی و.

د هغه د نيولو په اړه طالبانو څه نه دي ويلي.

د حبيبي د کورنۍ په وینا، نوموړي له تېرو درېیو کلونو راهيسې کومه دولتي دنده نه لرله او په کابل کې د یوه خصوصي شرکت کارکوونکی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب